امنیتي منسوبینو سپین بولدک ګمرک کې درې کسه د غلا په تور نیولي
د ګمرکونو د ساتنې او د ځانګړو عملیاتو ځواکونو د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ کمرګ کې درې تنه د غلا په تړاو نیولي دي.
د امنیتي ځواکونو د معلوماتو له مخې، یاد کسان تېره شپه د امنیتي ځواکونو له لوري د سپین بولدک له سوداګریز ګمرک څخه د سوداګریزو توکو د غلا پر مهال لاس په لاس نیول شوي.
د معلوماتو له مخې نیول شویو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی او د لا زیاتو پلټنو په موخه د یادې ولسوالۍ امنیه قومندانۍ ته سپارل شوي.
د یادونې ده، چې د امنیتي ځواکونو له لوري د جنایي مجرمینو په وړاندې پریکنده اقدامات د ولسونو له پراخ هرکلي سره مخ دي او له قضایي ادارو څخه د اسلامي شریعت د بشپړ عملي کیدلو غوښتنه کوي.