۱۸۰۰ ځوانان د اسلامي ملي اردو له لیکو سره یوځای شول
د ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، د ۲۰۵ البدر او ۲۰۹ الفتح قول اردوګانو له ښوونیزو مرکزونو ۱۸۰۰ منسوبین فارغ او د اسلامي ملي اردو له لیکو سره یوځای شول.
د یاد وزارت د خبر له مخې د ۲۰۹ الفتح قول اردو قومندانۍ له ښوونیز مرکز اومې دورې څخه ۹۵۰ تنه منسوبین د دوه نیو میاشتو پوځي، تکتیکي او عقیدوي زده کړو څخه فارغ شوي دي.
په ورته مهال د ۲۰۵ البدر قول اردو ښوونیز مرکز څخه هم ۸۵۰ تنه منسوبین له دوه نیمو میاشتو پوځي، مسلکي او عقیدوي زده کړو فارغ شوي دي.
د یادونې ده، چې د هېواد اسلامي ملي اردو لیکو ته د ځوان مسنوبینو د جلب او جذب پروسه په چټکۍ سره دوام لري او دا مهال د پوځي لیکو د پراختیا او پیاوړتیا په موخه په زرګونو ځوانان د ملي دفاع وزارت اړوند پوځي ښوونیزو مرکزونو کې په مسلکي زده کړو بوخت دي.