د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې
د ننګرهار امنیه قومندانۍ وایي، د تورخم دروازه نن سهار د پاکستان له لوري تړل شوې.
د ننګرهار امنیه قومندانۍ ویاند سید طیب حماد حریت راډیو ته وویل، پاکستاني لوري تر اوسه د دې لارې د تړل کېدو د علت په اړه ورته څه نه دې ویلي.
ښاغلي حماد له هېوادوالو غوښتي، چې پر دې لار د سفر وړاندې دې د وضعیت د روښانتیا ډاډ ترلاسه کړي.
دغه دروازه داسې مهال تړل کېږي، چې تر دې وړاندې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د افغان ځواکونو له لوي د تاسیساتو جوړېدلو له امله د دواړو لوریو ترمنځ نښتې هم شوې دي.
داسې انګېرل کېږي چې پاکستان هم ممکن د همدغو تاسیساتو جوړولو په غبرګون کې دراوزه تړلې وي.