د چین او افغانستان ترمنځ په هر اړخیزې همکارۍ خبرې وشوې
چین کې د افغانستان سفارت وایي، بیجینګ کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر مولوي بلال کریمي د چین د بهرنیو چارو وزارت د اسیایي څانګې له مرستیال ماومینګ سره کتلي دي.
سفارت په خبر پاڼه کې د ماومینګ له قوله ویلي، چین او افغانستان دواړه د تاریخ په اوږدو کې په امن او سوله کې اوسېدلي او موږ به هڅه وکړو چې د ښه ګاونډیتوب روحیه لا پیاوړې کړو، څو د دواړو هېوادونو تر منځ هر اړخیزه همکاري لا پراخه شي.
سفارت وايي، کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړېکو پر پیاوړتیا، اقتصادي، سوداګرۍ، تر انزیټي او قونسلي مسایلو په اړه خبرې شوې دي.
په ناسته کې هلته د افغانستان سفیر ښاغلي کریمي ویلي، چې افغانستان کې امنیت او ثبات د ټولو په ګټه دی او دا یې یو فرصت بللی دی.