د اسلامي امارت او د اماراتو لوړ پوړو چارواکو ترمنځ د لیدنې اغېز به څۀ وي؟
د حریت نیوز د خبر پر اساس د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني متحده عربي اماراتو ته په خپل سفر کې د اماراتو له ولسمشر سره کتلي.
دغه لیدنه چې د ابوظبۍ په شاهي ماڼۍ کې ترسره شوې، په کې د متحده عربي اماراتو ولسمشر شیخ محمد بن زاید آل نهیان د اسلامي امارت د کورنیو چارو له وزیر خلیفه ســراجالـدیــن حـقانـي، د افغانستان د استخباراتو له لوی رییس ملا عبدالحق وثیق او تللي نور پلاوي سره لیدنه کړې.
دواړو خواوو دغه ناسته کې د دوه جانبه اړیکو پر پیاوړتیا او د سیمې د ثبات موندلو پر لارو چارو بحث کړی.
دا لومړی وار دی چې د اسلامي امارت تر بیا واکمنۍ وروسته خلیفه سراج الدین حقاني بهرني هېواد ته رسمي سفر کوي.
د غربي نړۍ د شته محدودیتونو او خنډونو باوجود د هېواد او هېوادوالو، د هوساینې او ارامتیا لپاره له ګاونډ او د سیمې له هېوادونو سره دا تعلقات هېڅکله بې اغېزې نه شي کېدی.
لومړی خو دا سفر نړۍ ته دا ښکاره پیغام لري، چې افغان چارواکي د نړیوالو محدودیتونو د شتون سربېره د ډیپلوماسۍ په ډګر کې فعال او اغېزمن دي.
د اسلامي امارت مشرانو د داسې سفرونو په کولو وښوده، چې د نړیوالو اړیکو په پراخولو او د اقتصادي همکاریو د زیاتولو په برخه کې جدي دي.
دا د غرب لخوا د اسلامي امارت پر مشرانو د لګول شویو محدودیتونو پر وړاندې د ډیپلوماسۍ بریا ده.
د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزیر په مشرۍ د افغان پلاوي دا سفر په داسې حالاتو کې ډېر مهم و؛ ځکه اوس د دې هیلې نورې هم زیاتې شوې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو یو نوی اغېزمن باب پرانېستل شي. دا اړیکې به د افغانستان د راتلونکي لپاره ډېرې مهمې ځکه وي، چې امارات د سیمې یو مهم لوبغاړی دی او د افغانستان په ثبات کې مهم رول لوبولی شي.
د متحده عربي اماراتو رسمي خبري آژانس ویلي، دې لیدنه کې د رغنیزو پروژو او د نړیوالو مرستو په اړه هم خبرې شوي، چې پر مټ به یې د افغانستان بیارغونې پروسې ته وده ورکړل شي او د هېواد په پرمختګ کې به موثر رول ولوبوي.
د دې سفر مهمه موخه د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د اړیکو پیاوړي کول دي، چې پر مټ به یې سیمه او نړۍ کې د اسلامي امارت موقف نور هم پیاوړی شي.
له اسلامي امارت سره د غربي نړۍ اوسنۍ تربګني د هغوی د بړاس اوج دی؛ ځکه اشغالګر له افغانستانه په رضا او خوښۍ نه دي وتلي؛ بلکې غازیانو او استشهادیانو پرې افغانستان کې داسې ځمکه سره کړه، چې بلاخره تېښتې ته مجبور شول.
غرب به د خپلې دې ماتې موضوع تر سړېدو پورې د اسلامي امارت په نوم بدۍ او مشروعیت ځنډولو باندې خپله ناکامي پټوي. کنه په دې باندې خپله غرب له نورو ډېر پوهیږي، چې د دوی د بندیزونو په نوم تور، خړ او نور بېلابېل رنګي لېستونه ورځ تر بلې د بې اهمیتۍ پر لور روان دي.
د افغانستان ګاونډیان او د سیمې ډېری هېوادونه خو بیخي باوري دي، چې د اسلامي امارت پر وړاندې د دغو نمرودي فکرونو اور بې اثره او د فرعوني تدبیرو هڅې بې ځایه دي.
زموږ د مسلمانانو عقیده ده چې تر ډېرو بندیزونو او خنډونو وروسته بیا هم موسیٰ روغ رمټ ستر شوی او خلیل په کې هسکه غاړه ګرځېدلی.
د اسلامي امارت دې اسلامي او بې نذیزه سیاست په ترڅ کې به ډېر ژر د غرب لخوا پر ځان رامات شوي ملکونه یو - یو د اسارت له طوقه وځي او د افغانستان او نړۍ لپاره به د اسلامي امارت مسیر او سیاست برحقه ګڼي.