د ایران او اسرائیلو په کړکېچ کې د سیمې بدلېدونکی سرنوشت
د تاریخ پاڼې راتلونکو نسلونو لپاره د عبرت او زده کړې کیسې خوندي کوي. دا پاڼې په وینو لیکل کیږي. نۀ قهرمانۍ پټوي او نۀ د مظالمو داستانونه ترې هېریږي.
نړۍ هم د قدرت په ترازو ولاړه ده او هېوادونه په کې د بقاء لپاره بېلابېل تکتیکونه کاروي. ځینو په فکري بنسټونو او ځینو په درندو مرمیو او استخباراتي کړیو خپل نظامونه ژوندي ساتلي.
د ایران او اسرائیلو ترمنځ جګړه یو وار بیا ویجاړوونکي پړاو ته ننوتې، چې دواړو لوریو په کې پر یو بل سخت او ستراتیژیک بریدونه وکړل او د یو بل مهم هدفونه یې وویشتل. د دې تاوتریخوالي تر شا هم د نفوذ، تسلط او بقاء جګړه روانه ده.
اسرائیل غواړي د اټومي وسلو لرلو په نوم ایران لۀ زوره وغورځوي. ایران هم هڅه کوي چې له اسرائیلو د غزې، لبنان، یمن او تهران سخت غچ واخلي.
اسرائیلي رژیم چې دې وروستیو کې یې هر لور ته ناړامي پیل کړې، پر ایران باندې یې بریدونو کې لوړپوړي مشران او د اټومي انرژۍ ساینسپوهان په نښه کړل. ځواب کې یې ایران د تل ابیب مهم مرکزونه تر برید لاندې راوستل، چې لسګونه کسانو ته د مرګ - ژوبلې راپورونه ترې خپاره شول. د اسرائیلو دفاع وزارت یې ړنګ کړ او اټومي مرکز ته یې زیان ورساوه.
اسرائیل په داسې وخت کې له ایران سره مخامخ شو، چې لا دمخه د بېلابېلو خواوو تر بریدونو لاندې ایسار دی. اسرائیل له څلورو خواو د یوې پراخې محاصرې احساس کوي. غزه کې پرې حماس اور بل کړی او بې وقفې پرې بریدونه کوي. له شماله یې د لبنان حزب الله ګواښي. له جنوبه پرې د یمن لخوا توغندي وریږي او اوس پرې له ختیځ څخه ایران هم د میزایلو او ډرونونو باران شروع کړی. اسرائیل اوس په داسې دام کې راګیر دی، چې نه په کې پرمختګ ممکن دی او نه شاتګ.
د اسرائیلو دې ناړامۍ سیمه ییز ثبات سخت زیانمن کړ. د لویدیځ باور یې ولړزاوه او د نړئوال قانون مشروعیت یې تر پوښتنې لاندې راوست. اکسیوس ویب سایټ د اسرائیلي او امریکایي چارواکو له قوله ویلي، چې اسرائیلو تېرو دوو ورځو کې څو ځل ایران سره د جګړې لپاره امریکا نه مرسته غوښتې، خو واشنګټن منفي ځواب ورکړی. دا ټول ثابتوي چې صهیونیستي رژیم نور په نړېواله کچه له انزوا، دروغو او بې اعتبارۍ سره مخ دی.
دوی ته د مظلومانو آه د کم بختۍ وزرې ورکړې، چې اوس پرې کړۍ ورځ تر بلې راتنګیږي. د مظلومانو آه نۀ د ملګرو ملتونو پۀ پرېکړو تم دی، نۀ د ناټو په منشور او نۀ د استخباراتي ایتلافونو په ګواښونو. دا آه د مظلوم لۀ زړۀ راوتلی او تر خدایه رسېدلی هغه قوت دی، چې د نظامونو بنیادونه ورسره ریږدي.
که چېرې حالات بل لور ته لاړ شي او دا جګړه نور هم زور واخلي، نو ښايي د سیمې د نقشو په رګونو کې د بدلون زلزلې راولي. اسرائیلي اشغالګر به د خپل غرور ماتې او اسلامي امت به د خپل اوږد او ژور درد ټکور وویني. د اسرائیلي اشغالګرو په ټکېدلو سره به هغه استخباراتي تارونه هم غوڅ شي، چې د امت د وحدت رګونه یې له کلونو راهیسې بند کړي دي.
که د جنګ اور خاموش شي، بیا به هم د ایران دا غچ د تاریخ په حافظه کې د بدليدونکي مسیر نښه وي. د مقاومت له سنګرونو به د ټکنالوژۍ او پوهې نارې پورته شي. ملتونه به راویښ او د غفلت له سیوري څخه به د حقیقيت پر لور روان شي.
دې کړکېچ د نړۍ مسلمانانو ته مهم پیغام ورکړ، چې نور باید له خیالي ژونده بهر شي او خپل راتلونکی د ټکنالوژۍ، پوهې او وحدت له لارې تضمین کړي. د نړۍ جګړې بدلې شوي او وسایل هم له پخوا څخه توپیر کوي. د اوسني عصر د جګړې اسباب له توپ او ټانګ څخه هاخوا، اطلاعات، سایبر وسایل، سافټویر او د فضا له لارې د ځیرکو وسلو انتقال دی.
اړتیا ده چې اسلامي هېوادونه په غیرت او شهامت خپلو زلمیو لپاره د ټکنالوژۍ، انجینرۍ، دفاعي پرمختګ او رسنیز اغېز په برخو کې داسې فکري بنسټونه جوړ کړي، چې سبا ورځ د اسرائیلو یا هر بل اشغالګر پر وړاندې خپل محکم طاقت ولري او د تېري پرمهال غبرګون د احساساتو پرځای په اقتدار او لرونکې ټکنالوژۍ باندې وښیي.
دردونه د دعا ترڅنګ دوا هم غواړي. د غچ اخیستنې مراحلو کې له جذباتو څخه زیات په تخصص، عزم او ټکنالوژۍ باندې کار پکار دی. تر ټولو مهمه اړتیا دا ده، چې مسلمان امت خپل فکرونه او علمونه په دغو ټولو ډګرونو کې پرمختللي کړي، چې سبا د تقابل پرمهال پرې له کفري طاقتونو سره ښه مقابله وکړای شي.
پای