د رسمیت پېژندنې پر وړاندې پروت طلسم په ماتېدو دی
افغانستان کې اسلامي امارت د خپلې شفافې حکومتولۍ او صادقانه رهبرۍ پرمټ نړۍ ته وښودله، چې د مسؤل نظام په توګه یې چارې کوم لور ته روانې کړې؟
نړیوالو ولیدل، چې اسلامي امارت د افغانستان لپاره لږ وخت کې ډېر څه وکړل. د قدرت جزیرې یې ختمې کړې او سراسر افغانستان یې تر یوه قیادت لاندې راوست. امنیتي، سیاسي، اقتصادي او پرمختیایي چارې یې په ډېر عالي او مسلکي ډول مدیریت کړې.
په داسې حال کې چې تر دې وړاندې همدې نړیوالو دلته داسې جعلي نظام ته مشروعیت ورکړ و، چې د هر کال په تېرېدو به ارزونه کې تر پخواني کاله ډېر ناکام پاتې و.
په امنیتي لحاظ خو یې آن پلازمېنه کابل هم نشو مصوون کولی. چارواکو به یې فقد له خپلو هستوګن ځایونو سمنټي دېوالونه چاپېرول. اما بیا هم نړیوالو په اوږه ټپول او اداره یې ورته په رسمیت پېژندله.
آیا دا اندېښمنوونکې نه ده، چې تر هغې تېرې ادارې په کراتو عالي او سرتاسري ولسي نظام دې اوس نړۍ ته د منلو وړ نه وي؟
که چېرې نړۍ نور مشکلات پلمه کوي، نو په ملګرو ملتونو کې خو داسې هېوادونه هم غړیتوب لري او په رسمیت پېژندل شوي، چې همدا اوس د خپلو خلکو ورځنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی، ولې بیا هم دغو نړیوالو په رسمیت پېژندلي.
آیا افغانستان تر هغو ملکونو بدتر دی؟
همدغو دلایلو ته په کتو ګڼو هېوادونو چې له اسلامي امارت سره یې عقدويي چلند کاوه، د غربي نړۍ دا توپیري چلند درک کړی او اوس په دې پوهېدلي، چې نور باید د څو ګوته په شمېرو هېوادونو شخصي اهدافو لپاره ځنډول شوې د رسمیت پېژندنې مسله رامخکې شي. دوی کې ډېرو یې غور کړی، چې نور باید له افغان حکومت سره ډیپلوماټیکې اړیکې قایمې کوي.
بل لور بیا د سیمې هېوادونو او د اسلامي نړۍ ملکونو هم له اسلامي امارت سره خپل تعاملات تر پخوا ډېرې نږدې او زیات کړي دي. یقینا چې دوی ته تر نورو ډېر مسوولیت هم متوجې دی.
دوی چې له اسلامي امارت سره یې خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې او تعاملات تر نورو ښه غځولي، اوس ورته پکار ده چې له نورو نړیوالو وړاندې د رسمیت پېژندنې ناره هم دوی پورته کړي؛ ځکه د افغانستان په پرمختګ کې د سیمې د هېوادونو او د اسلامي نړۍ د ملکونو ګټې هم نغښتي دي.
د اسلامي نړۍ د علماوو یو لوړ پوړی پلاوی کابل ته راتلل او د چین ولسي جمهوریت لخوا د اسلامي امارت رسمي سفیر مولوي بلال کریمي منل دواړه ډېر ښه زېري دي.
د اسلامي امارت ویاند حریت نیوز ته ويلي، چې د افغانستان او چین ډیپلوماټیکو اړیکو سفیرانو کچې ته لوړېدا سره به د دواړو هېوادونو په سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو کې نور پرمختګ هم رامنځته شي.
د چین دا اقدام به نورو هېوادونو لپاره هم لارنقشه شي، چې اسلامي امارت سره په ډیپلوماټيکو اړیکو کې پرمختګ ته لار پرانیزي.
پرته له شکه چې دا په ډیپلوماټیکه برخه کې د افغان حکومت لویه بریا ده، خو د نړیوالو بیا کمزوري دا ده چې تر اوسه یې د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو کې له لټۍ او تنبلۍ څخه کار اخیستی. نړۍ پوهیږي چې په دې برخه کې بایکاټ او پرېکوڼ هېڅکله معقوله لاره نه ده. دوی باید درک کړي چې د دوو افرادو، کورنیو او هېوادونو ترمنځ پراته مشکلات او ستونزې د اړیکو د پرېکون له لارې نه، بلکې د اړیکو د رغون او خبرو پرمټ هواریږي.
اسلامي امارت د خپلې منظمې حکومتولۍ او مدبرانه سیاست پرمټ ډېری هېوادونه دې ته مایل کړي، چې له اسلامي امارت سره تعامل ورځ تر بلې د ښه والي لور ته بوځي، خو اوس فقد د پیل غږ او اقدام ته اړتیا ده، چې په دې برخه کې د سیمې هېوادونه او اسلامي نړۍ ښه رول لوبولی شي.
د رسمیت پېژندنې مسله زموږ مخکې پرته ده، که نن وي یا سبا؛ دا چاره کېدونکې ده، خو که د سیمې هېوادونه او په ځانګړي ډول اسلامي نړۍ دې برخه کې اقدام وکړي، یقینا چې دوی به په ډېره ښه بڼه خپل مسؤلیت ادا کړی وي.
دوی باید غربي نړۍ ته قناعت ورکړي، چې نور دې رسميت پېژندنه پر اسلامي امارت د فشار د وسیلې په توګه نه کاروي؛ ځکه دا تجربه شوې چې فشار او زور پر افغان ولس هېڅ اغېز نه کوي.
د سیمې هېوادونه او اسلامي نړۍ دې غربي نړۍ ته د قناعت ورکولو ترڅنګ تر هغوی وړاندې په رسمیت پېژندنه کې مخکې شي او خپله اسلامي حکومتولي او ښې سیمه ییزې اړیکې دې نړۍ ته روښانه کړي.
که چېرې اسلامي هېوادونه د متحد اسلامي حکومت په توګه نړیوال له اسلامي امارت سره تعامل ته واداره کړي، نو د نورو لاسته راوړنو ترڅنګ به ستره لاسته راوړنه دا وي، چې د مسلمانو هېوادونو یووالی او د یو بل ملاتړ به د نړۍ په لر او بر کې په ښه ډول روښانه شي.
د دې اټکل بیخي زیات دی، چې که د سیمې هېوادونه او یا د اسلامي نړۍ ملکونه د اوسني افغان حکومت په رسمیت پېژندنې باندې بسم الله کړي، لکه د ولایتونو د فتحې په څېر به د نړۍ هېوادونه یو بل پسې د اسلامي امارت رسمیت پېژندنې ته رالویږي، چې په دې سره به د رسمیت پېژندنې پر وړاندې پروت طلسم مات او افغانستان به له ګردې نړۍ سره منظمې ډیپلوماټیکې اړیکې ولري.
په همدې هیله