افغانستان لپاره د ټاپي پروژې اهمیت څه دی؟
ټاپي پروژه د افغانستان په ګډون د ترکمنستان، هند او پاکستان د طبیعي ګازو ګډه نل لیکه ده، چې د منځنۍ او سویلي آسیا لپاره یو ستراتېژیک او اقتصادي نوښت ګڼل کیږي.
افغانستان کې د اسلامي امارت تر بیا حاکمیت وروسته ټاپي پروژه د اهدافو په سر کې ځای شوه.
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وویل، چې اسلامي امارت د ملي پروژو د امنیت لپاره ځانګړې توجو لري او که اړتیا ولیدل شي، دوی به د ټاپي پروژې د امنیتي چارو ساتلو لپاره یو ځانګړی ځواک هم تشکیل کړي.
د کانونو او پټرولیم وزارت وویل، چې ټاپي پروژه ورته لومړیتوب لري او د دې پروژې د عملي چارو د پیل او چټکتیا لپاره یې ترکمنستاني هیئت سره ګډې ناستې کړې.
ترې وروسته د افغانستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پایپ لاین څخه لیدنه وکړه او د دې مهمې پروژې په اړه یې خبرې وکړې.
څو ورځې وړاندې هم کابل کې د ترکمنستان سفیر خواجه عوضوف د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره کتنه کې د یو شمېر نورو مسایلو ترڅنګ د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې نل لیکې تېرېدو په تړاو خبرې کړي.
بهرنیو چارو وزیر ویلي، ډېر ژر به د دې پروژې تخنیکي کارونه بشپړ او عملي چارې به یې پیل شي.
ټاپي پروژه نږدې ۱۸ سوه کیلومتره اوږده ده، چې د ترکمنستان له ګالکینیش ګازو میدان څخه پیل او تر هند هېواد پورې رسېږي. ټاپي به دغو هېوادونو لپاره د انرژۍ اړتیاوې پوره کړي او د اقتصادي ودې او ثبات لپاره به یوه نوې دوره پرانیزي.
دا نوښت یوازې د انرژۍ د بیو پر راټیټولو او صنعتي کارونو د ودې لپاره مهم نه دی، بلکې د افغانستان لپاره د اقتصادي ودې او ثبات یو حیاتي ګام هم کېدای شي.
د دې لویې پروژې بشپړېدو سره به افغانستان هر کال کابو ۴۰۰ میلیونه ډالره د ټرانزېټ حق ترلاسه کړي او همدارنګه به په لومړیو لسو کلونو کې ۵۰۰ متره مکعبه ګاز، تر ۲۰ کلونو پورې به یو ميلیارد متره مکعبه ګاز او تر ۳۰ کلونو پورې به ۱ نیم میلیارده متره مکعبه ګاز ترلاسه کړي.
د اسلامي امارت مشرانو ویلي، چې د تخنیکي چارو بشپړول او د پروژې عملي پیل نږدې شوی دی. د پاکستان او ترکمنستان چارواکو هم موافقه کړې، چې له منځنۍ آسیا څخه د افغانستان له لارې پاکستان او بیا هند ته د ګازو د نل لیکې د غځولو پروژې چارې چټکې کړي.
دا پروژه افغانستان ته له څو اړخونو د اهمیت وړ ده.
ټاپي پروژه به افغانستان ته د طبیعي ګازو لاسرسی اسانه کړي او په کور دننه به د انرژۍ اړتیاوې پوره کړي، چې د صنعتي پرمختګ او کورني اقتصاد لپاره ډېره ګټوره ده.
د دې ترڅنګ به په افغانستان کې د کارموندنې ګڼ فرصتونه رامنځته کړي. د نل لیکې د جوړونې، ساتنې او عملیاتو په برخو کې به زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
دغه راز به افغانستان د دې پروژې له لارې د ټرانزیټ فیس په بڼه د پام وړ عواید ترلاسه کړي. دا به د هېواد اقتصادي وضعیت ښه کولو کې مرسته وکړي.
د ټاپي پروژې له لارې به د نل لیکې په مسیر کې د سړکونو، پلونو او نورو زیربناوو جوړول شامل وي، چې د افغانستان انکشافي وضعیت به ورسره ښۀ شي.
د برېښنا تولید او د صنعتي بنسټونو پرمختګ به د ژوند په مختلفو برخو کې مثبت تاثیر ولري.
د اسلامي امارت چارواکو د خپل ولس همدې لېوالتیا او ګټې ته په کتو د دغې پروژې وړاندې تګ لپاره جدي هڅې پیل کړي. د پروژې امنیت یې تضمین کړی او په دې برخه کې یې د هر راز همکارۍ لپاره ژمنتیا ښودلې.
ټاپي یوه لویه اقتصادي او انکشافي پروژه ده، چې د افغانستان لپاره د اهمیت درلودو سربېره به د منځني او جنوبي آسیا ترمنځ د تجارت او اقتصادي همکاریو یوه نوې دروازه پرانیزي، چې په پایله کې به یې د سیمې اقتصادي وده چټکه شي.
له همدې امله ټاپي پروژه نه یوازې د افغانستان لپاره؛ بلکې د ټولې سیمې لپاره حیاتي اهمیت لري. دا به د اقتصادي، ټولنیز او سیمه ییز پرمختګ لپاره یوه اساسي پروژه وي. ټاپي به د سیمې د اقتصادي ودې او ثبات لپاره د یو لوی ګام په توګه ستر اغېز وکړي.
ترکمنستان به د ګازو له صادراتو مالي ګټه ترلاسه کړي، افغانستان به د ترانزیټي فیسونو او کاري فرصتونو څخه برخمن شي او پاکستان او هند به د ارزانه او دوامداره انرژۍ په ترلاسه کولو وتوانېږي.
که چېرې دغه هڅې په بریالیتوب سره مخته ولاړې شي، ټاپي به د سیمې د اقتصادي پرمختګ لپاره یو مهم ګام وي.