غربي نړۍ د خپلو سیاسي فشارونو تر شاه کوم اهداف لري؟

غربي نړۍ د خپلو سیاسي فشارونو تر شاه کوم اهداف لري؟

په یوه داسې نړۍ کې چې د هر ملت خپلواکي او کلتوري ارزښتونه د احترام وړ دي، افغانستان په مسلسل ډول د غرب تر سیاسي فشارونو لاندې راوستل کیږي.


تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انټوني بلېنکن رسنیو سره د خبرو پرمهال د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې دوی به افغان حکومت باندې خپل سیاسي فشارونو ته تر هغې دوام ورکړي، څو چې اسلامي امارت د افغان ښځو او نجونو د زده‌کړو او کار په اړه خپل لګول شوی محدودیت بېرته واخلي، خو آیا دا فشارونه واقعاً د ښځو د حقونو د ملاتړ په موخه دي، که دا د غرب یو ستراتیژیک سیاست دی چې غواړي د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي؟


د بلېنکن په وینا، امریکا هره ورځ له بېلابېلو ادارو سره د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره کار کوي، خو که په ژوره توګه وګورو، آیا دا هڅې یوازې د افغان ښځو د حقونو لپاره دي، که د امریکا او غرب د بهرني سیاست د اهدافو لپاره بهانه جويي ده؟


یقینا دوی غواړي چې له دې لارې پر اسلامي امارت باندې خپل فشار زیات او سیاسي مقاصد ترلاسه کړي.


د یوناما په وروستي راپور کې هم هڅه شوې، چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت اقدامات تر سوال لاندې راوستل شي، خو که له بلې زاویې وګورو، دا فشارونه او راپورونه د افغانانو د حقونو د ملاتړ په موخه نه دي او نه غربي نړۍ زموږ له غمه مړه ده.


د امریکا او یوناما دا دواړو هڅې ښيي، چې دوی غواړي په افغانستان کې خپلې دیموکراتیکې نظریې لپاره کار وکړي او دا نظریه پر خلکو تحمیل کړي، چې پر مټ یې دلته د اسلامي اصولو پر بنسټ د یوې خپلواکې واکمنۍ مخه ونیسي. 


د افغانستان اسلامي امارت په وار - وار ویلي، چې هره پرېکړه یې د اسلام مبارک دین د اصولو په اساس ده او غواړي چې د خپلواکۍ، عزت او اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې خپل ولس ته خدمت وکړي. دا څرګنده ده چې اسلامي امارت په خپلو تصمیمونو کې د خپل مبارک دین، کلتور او ارزښتونو پر بنسټ عمل کوي، خو غرب د دې هدف خلاف افغانستان کې د خپلو تحمیلي نظریو پر دودولو ټینګار لري.


د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد هم د یوناما د راپور په غبرګون کې ویلي، چې یوناما هڅه کوي افغانستان د غربي لیدلوري څخه وارزوي.


د یوناما دا هڅه د افغانستان د مذهبي او کلتوري ارزښتونو په اړه د ناسم تعبیر وړاندې کول دي. دوی خپل راپور کې هڅه کړې، چې د اسلامي امارت له لوري رامنځته شوي حکمونه د غربي لیدلوري څخه وارزوي، چې دا په خپله د حقیقت تحریف دی.


امربامعروف او نهی عن المنکر وزارت د ټولنې د سمون او د اخلاقي اصولو د پیاوړتیا لپاره اسلامي احکام وضع کوي، چې د عامو خلکو د هوساینې او امن لپاره دا چاره ډېره اړینه ده.


یوناما د دې پر ځای چې د افغاني ټولنې د مذهبي او کلتوري حقایقو په اړه ناسم تعبیرات وړاندې کړي، باید د افغانانو واقعیتونه او اړتیاوې په پام کې ونیسي او د اصلاحاتو په اړه ځانونه کره کړي.


په داسې حال کې چې غربي نړۍ له اسلام مبارک دین ورهاخوا د هر ملت وګړو لپاره په خپلو عقیدوي او کلتوري ارزښتونو کې د آزاد ژوند کولو حق ورکوي، په افغانستان کې ولې د دوی لپاره دا ارزښتونه د احترام او درناوي وړ نه ګرځي؟


آیا په کار نه ده چې د اسلامي امارت خپلواکي، اسلامي ارزښتونه او کلتوري دودونه هم د نړۍ په کچه د درناوي وړ وګرځي؟


د اسلامي امارت ټولې تګلارې او پالیسۍ د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې دي. نړیواله ټولنه باید دا ارزښتونه ومني او د افغانستان خلکو ته د دوی دیني او کلتوري حقونه پرېږدي.


د هر هېواد داخلي چارې باید د هماغه ملت له لوري اداره شي. غرب او په ټوله کې بهرني هېوادونه دا حق نه لري چې په دې برخه کې لاس وهنه وکړي او یا په نورو باندې خپل غربي افکار او دیموکراتیک نظریات تحمیل کړي.


افغانستان کې د راغلې سولې او ثبات دوام لپاره غربي نړۍ باید د فشارونو ځای خبرو، تعامل او تفاهم ته پرېږدي او له اسلامي امارت سره د اړیکو یوه نوې دوره چې په کې د افغانستان اسلامي او کلتوري ارزښتونو ته احترام موجود وي، په ښکاره توګه پیل کړي. دا ډېره اړینه ده. د نړیوالو اړیکو په پرمختګ کې د یو بل احترام او تفاهم اساسي نقش لري. د اسلامي امارت مشرانو تل چمتووالی ښودلی، چې نړیوالې ټولنې سره په متقابل درناوي او همکارۍ خپلې اړیکې پراخول غواړي.


د بشر حقونو ملاتړ اړین دی، خو دا بشر غزه کې هم بشر دی، چې تر اوسه په کې د ۱۲ زره ښځو په ګډون لسګونه زره بې دفاع فلسطیني وګړي شهیدان شوي، خو دا غږ د دوی غوږ ته ونه رسېد. دا بېلګه ښکاره ده چې دوی افغانستان کې د بشر حقونو له نوم څخه د جیوپولیټیکې وسیلې په توګه کار اخلي. د افغانستان اسلامي امارت تل د خپلو خلکو حقونو ته ژمنتیا ښودلې او اوس هم د همدې ژمنتیا په ټینګار باندې ولاړه ده.


د فشارونو پرځای تعاملات او د اړیکو رغون کولی شي، چې د ملتونو ترمنځ اړیکې پیاوړې او شته ستونزې هوارې کړي. په دې هیله چې غربي نړۍ هر څه ژر خپل دغه سوی تفاهمات حل او روان ناسم فشارونه کنټرول کړي.