رسنیو کې د فکري جګړې د نوې بڼې اغېز او مدیریت
دې وروستیو کې له هېواده بهر یو شمېر رسنیو د اسلامي امارت خلاف فکري جګړې نوې بڼه پیل کړې.
د فکري جګړې پر وړاندې ویښتیا یوه مهمه موضوع ده. پۀ ځانګړي ډول هغه هېوادونه چې پۀ اوسني انټرنیټي نړۍ کې یې د خلکو علمي کچه ټیټه وي.
د فکري جګړې پدیده نړیواله ده، چې پۀ ډېرو هېوادونو او سیمو کې پۀ مختلفو بڼو شتون لري. اکثره پرمختللي او مخ پر ودې هېوادونه دې جګړه کې پۀ بېلابېلو کچو او بڼو د وروسته پاتې هېوادونو خلک د ځان پۀ ګټه استعمالوي.
فکري جګړه کې تر ډېره بریده هڅه کیږي، چې د یوې ډلې، نظام یا هېواد پر وړاندې د خلکو اذهان بدل کړي.
پۀ اوسني عصر کې د دې جګړې د بریا لپاره اساسي وسله رسنۍ ده، چې پۀ کې د خبرونو او خپرونو ترڅنګ د تعلیمي او فرهنګي پروګرامونو پرمټ په پراخه کچه د خلکو له افکارو د ځان پۀ ګټه کار اخیستل کیږي.
دغه راز ټولنیزو رسنیو کې هم ورڅخه پۀ پراخه کچه د اطلاعاتو او تبلیغاتو پرمټ استفاده کیږي.
رسنۍ پۀ فکري جګړه کې خورا مهم او پراخ رول لري؛ ځکه دوی پۀ غیر مستقیم ډول د نظرونو، معلوماتو او عقایدو د خپرولو پرمټ کولی شي، چې د خلکو ذهنیتونه او چلندونه اغېزمن کړي.
د فکري جګړې لپاره د رسنیو پۀ دغه بڼو کې د اطلاعاتو تر چوکاټ لاندې ناسم او تبلیغاتي خبرونه خپروي، چې د نظرونو د بدلون او ګمراه کولو هڅه په کې کیږي.
دغه راز خپرونو کې د پروپاګند په ځای کولو سره هم د فکري جګړې ځانګړې ایجنډاوې او نظرونه خپریږي، چې کولی شي پۀ سیاسي، مذهبي او نورو ټولنیزو برخو کې د خلکو نظریات او چلندونه بدل کړي.
رسنۍ کولی شي د خلکو عمومي نظرونه د خلکو یا نظام په اړه مثبت یا منفي لور ته یوسي. همدا رسنۍ د عامه افکارو جوړول او خرابول کولی شي.
پۀ سیاسي ثبات یا بې ثباتۍ کې مهم رول د رسنیو دی.
د حکومتونو او مشرانو په اړه ناسم خبرونه او منفي تبلیغات خپرېدل ټول لۀ همدې خواله او نورو رسنیو څخه سرچینه اخلي.
د خلکو سیاسي باورونه او چلندونه همدا رسنۍ بدلوي.
فکري جګړه کې د ټولنیزو اختلافاتو خپرول اساس دی، چې رسنۍ پۀ کې پراخه ونډه لري. د ځانګړو ټولنیزو ډلو او موضوعاتو پۀ اړه منفي تبلیغات چې کولی شي، د خلکو ترمنځ بې باوري او نفرت خپور کړي، د همدې رسنیو لۀ لارې تنظیمیږي.
نو د رسنیو لۀ لارې د فکري جګړې اغېز خورا ژور او پراخ دی، چې د ژوند په بېلابېلو برخو باندې ژورې اغېزې پرې باسي.
رسنۍ د فکري جګړې په هره برخه کې ژور رول لري. دغه راز د معلوماتو خپرول، پروپاګند کول، اجنډا ټاکل، فرهنګي نفوذ، سایبري جګړه او د اعتبار ساتنه هغه برخې دي، چې رسنۍ یې کنترولوي او د خلکو په افکارو او چلندونو باندې نفوذ کوي.
مهمه دا ده چې څنګه کولی شو، د فکري جګړې لۀ دې بڼو ځانونه خوندي کړو؟
لومړۍ برخه کې د فکري جګړې د مخنیوي لپاره اطلاعاتي پوهاوي دی، چې خلک باید د تبلیغاتي او درواغجنو اطلاعاتو په اړه پوهاوی ولري. دې برخه کې هغه رسنۍ چې لومړي لاس اطلاعاتو ته لاسرسی ولري، باید وڅارل شي.
ژمنې رسنۍ باید د عامه ذهنیتونو د منسجم او بسیج والي لپاره د عامه پوهاوي ځانګړي پروګرامونه جوړ کړي، چې خلک څنګه د فکري جګړې پر وړاندې حقیقي او درواغجن معلومات وپېژني.
دغه راز ژمنې رسنۍ باید د فکري جګړې خلاف ټولنه کې ذهنیت جوړونه وکړي، چې خلک پۀ منطقي او فکري توګه سوچ وکړي، تحلیل وکړي او د بېلابېلو معلوماتو پر وړاندې ځانته د خپل نظر جوړولو وړتیا ولري.
د ژمنو رسنیو لخوا تعلیمي سیسټمونو ته پاملرنه هم د ویښتیا پۀ اړه اغېزمنه ده، چې د ښوونځيو او پوهنتونونو سره په همغږۍ نصابونه داسې طرحه کړي، چې زده کوونکي د معلوماتي او فکري جګړې پر وړاندې مقاومت لرونکي کړي.
دغه ډول باید ژمنې رسنۍ ولسونه د خپلو پروګرامونو پرمټ پر ټکنالوژيکي مهارتونو پوهـ کړي، چې څنګه له انټرنیټ څخه ګټه واخلي او اطلاعاتو یا نورو معلوماتو باندې باور وکړي. دغه راز خپرونو کې هغه مهارتونه هم خلکو ته ښودل مهم دي، چې په اساس یې خلک د فکري جګړې د اغېزو او ګواښونو څخه ځانونه خوندي کړي.
د رسنیو پرمټ باید فرهنګي برخه هم غني شي، چې د خلکو فرهنګي او ملي هویت تقویه شي او د بهرنيو فکري تبلیغاتو پر وړاندې مقاومت زیات کړي.
د زهر پاشونکو رسنیو د فکري جګړې اغېز د همدې ژمنو رسنیو پرمټ ختمېدای شي، چې په پایله کې د فکري جګړې په اوج مدیریت او ویښتیا کې د پوهاوي، تعلیمي او فرهنګي پروګرامونو برابرول کلیدي رول لوبولی شي.
د خلکو په فکري ویښتیا او د حقیقي معلوماتو په ترلاسه کولو او کارولو کې روزل او وخت په وخت له سمو اطلاعاتو څخه ولسونه خبرول د فکري جګړې د مخنیوي اغېزمنې لارې - چارې دي.