د افغانستان ښکلی چاپیریال چا بدرنګ کړ؟
افغانستان کې له تېرو ۴ لسېزو ډول ډول وسلې تجربه شوې، چې یوه یې هم نه د افغانستان تولید ده او نه هم د افغان انسان په مالي لګښت رانېول شوې.
د زبرځواکونو د باروتو دا ډالۍ په بېلا بېلو نومونو او پلمو د افغانستان سوله ییز چاپیریال ته راوړل شوې او دلته یې د انسانانو په ګډون ددې هېواد خاوره، اوبه او هوا پرې زهرجنه کړې ده.
د وسلو دغه استعمال که له یوې خوا قیمتي ځانونه خاورې کړي له بل لوري یې د افغانستان راتلونکي نسل میراث ته هم دروند زیان اړولی دی.
نن د جون پنځمه د چاپيریال ساتنې نړېوالې ورځې په نوم یاده شوې.
د نړۍ په لر او بر کې د دې ورځې په نوم غونډې جوړیږي، چې کابل کې هم د کورنیو چارواکو تر څنګ د بهرنیو ادارو استازو ورته مراسم جوړ کړي و.
د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي دې مراسمو کې نړېوالو ته په زغرده وویل، افغان چاپیریال ته تر ټولو زیاته صدمه د جګړو په مهال اوښتې ده، چې دا نېغ په نېغه هغو هېوادونو ته اشاره وه، چې د افغان خاورې د اشغال لپاره یې له هرې ممکنه وسيلې او لارې کار اخیستی دی.
په ورته وخت کې نړېوالو ته د اسلامي امارت مثبت پیغام بیا دا و، چې د چاپيریال د یو دوست نظام په توګه یې ټولې ممکنه هڅې کارولي دي.
د ځنګلونو د بیا احیا او توسعې لپاره یې کار کړی، پر لویو او وړو کانالونو یې پانګونه کړې، په هره ولسوالۍ کې کم ترکمه د یو چک ډېم پر جوړولو کار شوی، چې د ډېرو یې کارونه هم بشپړ شوي دي.
د افغانستان محیط زیست ادارې مشر حافظ عزیزالرحمن بیا د نړېوالو تر غوږونو ور تېره کړه، چې د دې نړېوالې ستونزې په کابو کولو کې یې افغانستان سره لازمه همکاري نه ده کړې.
د مضره ګازونو په تولید کې د افغانستان ونډه په نشت حساب ده خو د نورو له شره بیا په امان نه دی، افغانستان د نړۍ په کچه شپږم هېواد دی، چې تر ټولو زیات له اقلیمي بدلونونو اغېزمن دی.
که صنعتي هېوادونه نړېوالو نورمونو ته پابند او ژمن پاتې شي بیا خو اړ دي، چې د اغېزمنو هېوادونو زیانونه جبران کړي، خو لکه چې ښکاره ده، ډېری نړېوال اصول او قواعد یواځې د کاغذ پر مخ لیکلي پاتي شوي دي.
خو له دې ټولو سره سره بیا هم د چاپيریال ساتنې لپاره د افغانستان اسلامي امارت پالیسي ځکه د ستاینې وړ ده چې د دې نړېوالې بهرنۍ پدېدې پر وړاندې یې په کلک هوډ او له کوم امتیاز طلبۍ پرته په پوره اخلاص کار کړی دی.
هر کال د چاپېریال ساتنې او پراختیا په موخه د ۲۵ میلیونه نیالګیو کېنول کومه عادي خبره نه ده، که په تېرو شلو کلونو کې چې ټولو نړېوالو بنسټونو په خلاص لاس مرستې کولې، په دې کچه نیالګې اېښودل شوي وای، ښايي د کابل ننۍ بڼه او هوا به د اوس په څېر نه وای.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رئیس حافظ عزیزالرحمن وویل،د هېواد ۱۷ولایتونو کې یې د چاپېریالي څېړنو د فارمونو د جوړولو وړاندیز په ګډون د چاپېریال او اقلیم بدلون په اړه ۳۰بېلابېل پلانونه او طرحې چمتو کړې دي.
په ښکار بندیز، کم تر کمه په هره ولسوالۍ کې د یو چېک ډېم جوړول، د ځنګلونو بیا کرل د ځنګلونو ساتنې لپاره د ځانګړې قطعې ایجاد، د وحشي ژویو قاچاق مخنیوی او نایابه مرغانو د ژوند دوام ته پاملرنه ټول هغه هڅې او کوششونه یادولی شو، چې د افغانستان اغیزمن چاپیریال د بیا سمبالښت لپاره ګټورتمامیدای شي.
د مسولینو په هڅو او د خلکو په ملتیا هغه وخت لرې نه دی، چې مهاجر مرغان به بېرته افغانستان د خپل اصلي مسیر په توګه وکاروي، د افغانستان په سردرو او ناوونو کې به د وحشي ځناورو رمې او ګلې خورې شي.
د افغانستان د شین او خوندي چاپیریال لپاره د اسلامي امارت هڅې د افغانستان په معاصر تاریخ کې کمساري دي.
هو، افغانستان اوس د یو مسول نظام له لوري اداره کېږي، داسې یو نظام، چې د ولسونو پرمختګ، د چاپیریال مصونیت او دې اسلامي خاورې ارزښت ته ژمنتیا لري.