د غزې په اړه اسلامي نړۍ ته د مسوولیت زنګ
تېره جمعه په ټول افغانستان کې لسګونه زره ولسي وګړي ښارونو او سړکونو ته راووتل. د هېواد له ختیځه تر لوېدیځه او له شماله تر جنوبه یې د غزې د نسل وژنې پر ضد غږونه پورته او خپل ایماني غیرت یې څرګند کړ. د افغان ولس دا غږ د یوه اوږد هېر شوي اسلامي مسوولیت تجدید و. هغه دروند مسوولیت چې اسلامي امت د غزې له مظلوم ملت سره تر اوسه نه دی ادا کړی.
د دې راټولېدنو تر شا ژور عقیدوي پیغام نغښتی و. افغان ولس چې خپله یې د اشغال، بمبار او وحشت ترخې ورځې تجربه کړي، نه شي کولای د امت بل مظلوم غړی هېر یا یوازې پرېږدي. دا غږونه د شهیدو فلسطیني وګړو چیغو ته د وجدان ژور ځواب او داسې ټکان و، چې د ویښتیا لپاره به خامخا ویده ضمیرونه پرې راویښیږي.
دا د یوې دیني، انساني او تاریخي وجیبې څرګندونه وه. لاریونوالو د غزې بې دفاع وګړو د نسل وژنې پر ضد غږ پورته کړ او دا یې وښوده، چې که د امت حکمرانان چوپ پاتي، دوی د خاموشۍ زولنې ماتولی شي. دا شعارونه او بینرونه د مظلومو فلسطینیانو لپاره د تسلۍ یو ژوندی پیغام و، چې لا هم د امت زړونه له دوی سره تپیږي.
له بلې خوا دا فریاد د بشري ارزښتونو دعوه دارو غیرمسلمو هېوادونو او نړیوالو ټولنو ته هم یو اخلاقي او انساني پیغام و. هغه هېوادونه چې ځانونه د انساني کرامت پلویان بولي، خو د غزې د نسل وژنې پر وړاندې یې کوم پرېکنده اقدام ونکړ. دې دعوه دارو ته هم پیغام ورکړل شو، چې دا د دین، نژاد او سیاست موضوع نه ده. که د غزې چیغې نالیدلې نیول کیږي، دا چوپتیا به سبا د انسانیت پر تندي د شرم داغ وي. د افغان ولس دا غږ هغوی ته هم یو یادونه ده، چې د وحشت پر وړاندې چوپ پاتې کېدل خپله د وحشت ملګرتیا ده.
درې میاشتې وړاندې د اسلامي امارت د عدلیې وزیر شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د مکې مکرمې په نړیوال کنفرانس کې هم د امیرالمؤمنین حفظه الله په پیغام کې وویل، چې اسلامي نړۍ باید لومړی له الله تعالی او بیا له مظلوم فلسطیني ولسه بښنه وغواړي؛ ځکه په دې مسله کې امت خپله وجیبه سر ته نه ده رسولې. دا پیغام د مسلمانو حاکمانو د ویښتابه لپاره ټکان او زنګ و چې نور باید د غفلت له خوبه ویښ شي. هغوی چې د غربي سیاستونو تر اغېز لاندې یې اسلامي جذبې سړې شوې دي.
د امیرالمؤمنین حفظهالله دې پیغام په عربي نړۍ کې ژور انعکاس وموند او په ټولنیزو رسنیو کې ګڼو فعالانو دا دریځ وستایه. افغان ولس نن یو وار بیا دا پیغام تکرار کړ، چې د غزې لپاره پورته شوي غږونه د "وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا" عملي تفسیر و. دې ولس غوښتل دنیا ته وښيي، چې که امت غافل دی، موږ لا هم ویښ یو، چې د اسلامي امت خاموش شوی غږ بیا د زمزمو په بڼه ژوندی کړو.
د غزې مظلوم ولس د امت د وجدان ازموینه ده. که اسلامي امت نن خپل مسوولیت ادا نه کړي، دا به د تاریخ په حافظه کې د یوې سترې شرمندګۍ په توګه ثبت شي. د امت وحدت د اسلامي حکومتونو مشترک دریځ او د کفارو پر وړاندې د فشار اجماع هغه لاره ده، چې د فلسطین د آزادۍ زېری ورسره تړلی. د اسلامي امارت له دریځه هم څرګندیږي، چې له خدای او فلسطیني وګړو بښنه غوښتل باید د مسلمه امت ترمنځ د عملي اتحاد پیل وي.
تاریخ هغه ملتونه ژوندي ساتي، چې د مظلومو ملاتړ وکړي. که امت نن فلسطین یوازې پرېږدي، سبا به خپله هم یوازې وي، خو که د افغان ولس له دې احساس او د اسلامي امارت له ثابت دریځه الهام واخلي، نو د واحد امت روح به بیا راژوندی او د اقصیٰ له محرابه به بېرته د عزت او آزادۍ اذان د اشغال بدرنګې شپې سبا کړي.