افغانستان د هر اړخیز او پراخ پرمختګ په درشل کې!
تېره مياشت افغانستان ته زما له سفر وروسته زه د هغو مقالو په لړ کې د ناببره غبرګونونو سره مخ شوم چې ليکلې مې وې، په حقيقت کې ما په دې مقالو کې هڅه وکړه چې د عيني شاهد په توګه د لاس رسي وړ سرچينو پر مټ شته پرمختګونه او پېښې نقل کړم.
داسې برېښي چې د لوستونکو حيرانتيا د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان په اړه د ناسم تصور او انځور په نتيجه کې ده؛ ځکه ځيني په دې باور دي چې دوی يوازې وسلوال دي، چې زده کړه ييزې وړتياوې، ليدلوري، اخلاق او د حکومتي مديريت او ماموريت مهارتونه نه لري؛ مګر طالبان لکه څرنګه چې یې له نوم څخه جوتېږي د دوی مشغله او مسلک زده کړې، علم او پوهه ده، د طالبان کلمه په پښتو ژبه کې د طالب جمع ده.
تمه نه وه چې افغانستان څخه دې غربي نړۍ کوم مهم څه ترلاسه کړي، لامل يې د امريکا پرضد د ۲۰ کلونو نه ستړې کېدونکې جګړه او هلته د نورې نړۍ د ژوندانه بڼې څخه په جلا توګه ژوند وو.
خو لکه څنګه چې ما مخکې وويل، اسلامي امارت د عمومي عفوې له امله چې په هېواد کې د واک ترلاسه کولو پرمهال یې اعلان کړه او له مخې یې د اوږدو خونړيو جګړو وروسته په ټول هېواد کې سوله او ثبات رامنځته شو د ستاينې مستحق دی.
په نهايت کې افغان ټولنه يوه ډېره دوديزه او سنتي ټولنه ده، چېرې چې دودونه -په ځانګړي ډول غچ اخيستنه- په پراخه کچه خپره ده، په داسې يوه ټولنه کې د دولت لخوا د عمومي عفوې اعلان اسانه اقدام نه دی. د دې پرېکړې تطبيق خو بیا جلا خبره ده چې څومره ستونزمن دی او د دولت لخوا د عمومي عفوې اعلان د شته دودونو او رواجونو سره په ټکر کې دی چې د داسې رواجونو او دودونو مقابله تر ډېره ناشونې برېښي.
دولت به عمومي عفوه اعلان کړي خو خلک ممکن خپلو عاداتو او دودونو ته دوام ورکړي او د غچ اخيستنې لار خپله کړي چې دا کار بيا د تاوتريخوالي او جګړې د دوام لامل ګرځي، خو د طالبانو مشر هبة الله آخوندزاده په دې وتوانېد چې د مکې مکرمې د فتحې پرمهال د رسول الله صلی الله عليه وسلم د عمل څخه په الهام اخيستنې عمومي عفوه تطبيق کړي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې عمل اغېز د ټولو دودونو او رواجونو په پرتله خورا پياوړی و، همدا و چې د عمومي عفوې فرمان عملي بڼه خپله کړه.
په حقيقت کې د افغانستان اسلامي امارت د پرېکړو او احکامو اغېز په ټولو هغه دودونو او رواجونو پورته وو چې د اسلام سره په ټکر کې دي، ډېر داسې رواجونه او رسمونه شته چې د اسلام سره په ټکر کې دي، له ښځو سره زياتی کېږي او هيڅ حقوق یې نه ورکول کېږي، افغاني ټولنه له ځينو داسې عاداتو او رواجونو څخه اغېزمنه وه.
خو اوسمهال دا دودونه د افغانستان اسلامي امارت د هغه قوانینو تابع دي چې په ټوليزه توګه د خلکو او په ځانګړي دول د ښځو په ګټه تمامېږي، دا مهم جزئيات هغه څوک نه ويني کوم اشخاص چې د ښځو د زده کړو قضيې په هکله هغه بڼه او انځور تعقيبوي کوم چې د غربي رسنيو لخوا خپرېږي.
د دې ترڅنګ د ښځو د زده کړو اړوند وضعيت داسې هم نه دی کوم چې ګومان يې کېږي، بلکې موږ خبر شو چې په پوهنتونونو کې د انجونو د زده کړې لپاره د سيستم جوړولو لپاره جدي چمتووالی روان دی.
افغانستان د ۴۵ کلونو راهيسې په لومړي ځل په ټول هېواد کې د ثبات او سولې شاهد دی، د دې ثبات يوه مهمه پایله په هېواد کې د پراختيا او پرمختګ پروسې پیل دی، د پانګونو خبرونه لاس په لاس کېږي کوم چې يوازې د يو قوي او باثباته مرکزي حکومت په شتون کې ترسره کېدلای شي.
ما په تېرو ليکنو کې یادونه کړې وه چې افغانستان بهرنيو پانګوالو ته په تمه دی، خو په داسې حال کې چې ځيني بهرني پانګوال لا تر اوسه د افغان حکومت د رسميت پېژندنې په هکله د ملګرو ملتونو د پرټوکولونو د ابهام له امله دوه زړي دي خو افغان حکومت د پانګونې ځانګړې پروسې لا چټکې او پراخې کړې دي.
په افغانستان کې د فساد پرضد د مبارزې له پايلو يوه يې په رغنده او اغېزمنه توګه د دولت د بوديجې کارونه ده، په دې وروستيو کې افغانستان پخپل تاريخ کې د لومړي ځل لپاره په دې وتوانېد چې د برېښنا له درکه د ګاونډيو هېوادونو ټول پورونه تاديه کړي.
د مثبتو پرمختګونو په دوام د آمو دريا په نفتي حوزه کې د نفتو ۶ نوې څاګانې وکېندل شوې چې له مخې يې د نفتو ورځنی توليد ۱۳۵۰ ټنو ته لوړ شو او اوسمهال ۲۴ نفتي څاګانې د نفتو توليد او استخراج لپاره چمتو دي. سربېره پردې، په ډېرو نورو سيمو کې د تېلو زېرمې کشف شوي، د دغو پرمختګونو له امله افغانستان په چټکۍ سره د تېلو تولېدونکو هېوادونو لېست کې د شاملېدو په لور رهي دی.
لکه څنګه چې مو مخکې يادونه وکړه بشري سرچينې په افغانستان کې يو له مهمو ځواکونو څخه ګڼل کېږي، له همدې امله موږ افغانستان کې د هغو پانګونو د ترسره کولو وړانديز کړی چې ستر بشري ځواک ته اړتيا لري، لکه د نساجۍ، زراعت، مالدارۍ او داسې نورو پانګونو.
د جیحون(آمو) سيند په اوږدو کې د لوی کانال پروژه چې اوسمهال په چټکۍ سره تر کار لاندې ده دا په ګوته کوي چې افغانستان به د تمې خلاف د ګړنديو پرمختګونو شاهد وي.
د قوش تېيې کانال له مودې راهيسې د افغانانو خصوصا د شمال خلکو لپاره يو ستر ارمان دی، د اسلامي امارت لخوا په هېواد کې د امن او ثبات رامنځته کېدو سره دا ارمان او خوب په حقيقت بدلېدونکی دی. د دې پروژې په بشپړېدو سره به د افغانستان په شمال کې وچې دښتې په ښيرازو کرنيزو ځمکو او په ابادو صنعتي سيمو بدلې شي.
د قوش تېپې کانال په يوه ثانیه کې د آمو سيند څخه بلخ، جوزجان او فارياب ولایتونو ته د ۶۵۰ متر مکعبه اوبو د انتقال ظرفيت لري چې له امله به یې ۳۰۰ زره هکتاره دښتې په حاصلخېزه کرنيزو ځمکو بدلې شي. د دې کانال پلنوالی ۱۰۰ متره او ژوروالی يې ۸.۵ متره او د اوبو لوړوالی يې ۶.۵ متره دی.
دا کانال د بلخ ولايت په کلدار ولسوالۍ کې د آمو سيند څخه پيل شوی چې د کلدار ولسوالۍ په دښتو کې مزل کوي او د مزار-حیرتان له لارې تېرېږي.
تمه ده چې د دې پروژې دا پړاو به راتلونکو شپږو مياشتو کې بشپړ شي، دا پروژه د افغانستان لپاره د سويل ختيځ اناتولي(GAP) پروژې حيثيت لري.
د قوش تېپې پروژه له ګاونډيو هېوادونو سره له ځينو کړکېچونو او ناندريو څخه خالي نه ده او وجه يې دا ده چې له امله به يې يادو هېوادونو ته د اوبو کچه را ټيټه شي، خو تر ټولو لويه ننګونه د يو پياوړي او باثباته حکومت لخوا د دې سترې پروژې مديريت په اړه د افغانستان وړتيا ده.
په حقيقت کې دا پرمختګونه څرګندوي چې د آسيا په زړه کې د تاريخ او کلتور له مخې د يو لرغوني هېواد د پرمختګ د ځنډ مسؤل څوک وو، کوم هېواد چې د بشري سرچينو، پرېمانه اوبو او ستراتېژيک موقعيت له پلوه د پياوړو امکاناتو درلودونکی دی.
د ۴۰ کلونو په اوږدو کې اشغالګرو د هېواد لپاره د نږدې ۴ ميليونه معتادينو او روږدو څخه پرته بله کومه ګټوره پانګونه نه ده کړې، خو اوسمهال چې هېواد خپلو څښتنانو ته په لاس ورغلی نو افغانستان د هر اړخيزه پرمختګ او پراختيا په درشل ولاړ دی.
خو زه نه پوهېږم چې دا ډول خبرونه به د هغو خلکو لپاره زېری او که بد خبر وي چې په مسلسل ډول د افغان مهاجرينو په هکله غږېږي.
او ښکاره خبره ده چې افغانستان کې ورځ تر بلې پراخېدونکی داخلي ثبات او اقتصادي وده دا په ډاګه کوي چې د افغانانو د مهاجرت لړی نوره متوقفه شي او ممکنه ده افغانستان ته د بېرته راستنېدونکو لړۍ چټکه شي.