د هند او پاکستان شخړه کوم لور ته روانه ده؟

د هند او پاکستان شخړه کوم لور ته روانه ده؟

په داسې حال کې چې د نړۍ پام د اوکرایین پر جګړې او د غزې پر فاجعې بوخت دی، د جنوبي آسیا دوه اټومي سیالان هند او پاکستان د یو بل پر وړاندې درېدلي. دواړه لوري درې ورځو کې داسې جګړې ته داخل شول، چې د امریکا خاموشي یې ماته او ټرمپ یې مداخلې ته اړ کړ.

اسلامي امارت چې اوس د سیمې د ثبات یو مهم لوبغاړی دی، تر ټرمپ وړاندې دواړو لورو ته د تاوتریخوالي د کمښت سپارښتنه وکړه. دا سپارښتنه له یوې خوا د یوه سوله‌ يیز نیت ښکارندوی وه او له بلې خوا یې دا پیغام درلود، چې افغانستان نور د شخړو د تمثیل میدان نه دی؛ بلکې د ثبات یو مسؤل هېواد ګرځېدلی. دا چې د اسلامي امارت غږ ولې وانورېدل شو یا جدي ونه ګڼل شو، ښيي چې د سیمې د جګړو تصمیمونه لا هم په لویو قدرتونو پورې تړلي.

پوښتنه دا ده چې امریکا څنګه په یوه تیلیفوني اړیکې دا جګړه درولی شي؟ که امریکا دا توان درلود، نو ولې‌ یې ترینګلتیا تر دې کچې پرېښوده؟
خو اوس د امریکا په منځګړیتوب موقتي اوربند وشو، اما د جګړې ژور علتونه لا هماغسې ژوندي دي. تر اوسه کومه ناسته یا عملي هڅه نه ده لیدل شوې چې دواړه لوري دې سره کېني او د مسایلو پر حل دې خبرې وکړي. که د شته مسایلو حل لپاره عملي اقدام او ناسته ونشي، نو دا اوربند به د جګړې لنډه وقفه وي، نه د حل یو بنسټیز ګام. اوس هم راپورونه شته چې سرغړونې شوي او تر اوربند وروسته هم دواړو لورو یو بل ته زیانونه اړولي.

 تر دې وړاندې هم د هند او پاکستان ترمنځ شخړې شوې، خو دا ځل یې کړکېچ په ډېرې تېزۍ مخکې لاړ. دواړو هېوادونو ډېر ژر کم ساری پوځي غبرګون وښود. هوايي ځواکونو، اوږده واټن ویشتونکو توغنديو او حتیٰ اټومي وسلو ته د تیاري اشارې ورکړل شوې. دا ټول ښيي چې د دوی ترمنځ د حوصلې فضا تمامه او د تفاهم چانس کم دی. اوس هر لوری د نظامي فشار له لارې خپل دریځ ثابتول غواړي.

په دې کړکېچ کې د پاکستان مهم بعد دا دی، چې حکومت‌ یې د یو شمېر جنرالانو تر واک لاندې خپل هېواد د نیابتي میدان په توګه کاروي. ځینې وختونه د چین له ملاتړ څخه د هند پر وړاندې استفاده کوي، کله د لویدیځو قدرتونو د اجنډاوو د تطبیق وسیله ګرځي او کله هم د اسلامي نړۍ ترمنځ د داخلي رقابتونو د لوبې مهره شي. د دې بې‌ ثباته سیاستونو له امله پاکستان خپله آزاده پالیسي له لاسه ورکړې او د همدغو جنرالانو په مشرۍ ترې د مختلفو قوتونو د اجنډاوو د تطبیق اله جوړه شوې.
اصلاح، تفاهم او د مسایلو حل مهم دی، کنه دا شخړه بیا راتازه کیږي، چې له امله به یې د دواړو هېوادونو اقتصادي، سیاسي او امنیتي ثبات له ګواښ سره مخ وي. 

سیمه کې به هم ستونزې راولاړې کړي. منځنۍ آسیا، د ایران ختیځ سرحدونه او د چین "بیلټ اینډ روډ" پروژه به هم خطر احساس کړي. دا وضعیت به د ترانزیټي دهلیزونو، سوداګرۍ او سیمه‌ ییزې همکارۍ د پرمختګ مخه ډب کړي، چې دا ټول یو ځل بیا د نړیوالو طاقتونو لخوا د نیابتي لوبو د تکرار زمینه برابروي.
که څه هم موقت اوربند د جګړې پراخېدو پر وړاندې لنډمهالی مخنیوی دی، خو د اساسي موضوعاتو نه حل کول ښيي، چې د دې دواړو هېوادونو ترمنځ شخړې به د وخت په تېرېدو سره په مختلفو بڼو څرګندیږي. 

ممکن د دواړو لورو استخباراتي جګړه نوره هم شدیده شي، نیابتي بریدونه زیات او د رسنیو له لارې د یو بل پر ضد ذهنیت جوړونه زور واخلي. د دې امکان شته چې وضعیت بېرته خراب او شته ترینګلتیا بیا ځل نظامي اقدام ته لار جوړه کړي.
که څه هم مستقیمه جګړه درېدلې، خو د تقابل احتمال لا هم ژور دی. ښایي دواړه هېوادونه د یو بل پر وړاندې پټو لوبو، د تجزیې هڅو او د معلوماتي جګړې نويو تکتیکونو ته زور ورکړي. استخباراتي کړۍ به یې یو بل کې درزونه، قومي، ژبني او مذهبي حساسیتونه راپاروي او د خپلو تبلیغاتي رسنیو له لارې به د دښمنۍ فضا لا سخته کړي. له دې سره به د دوو اټومي قدرتونو ترمنځ شخړه که څه هم علني نه وي، خو په پټو محاذونو کې به لا نوره شدیده شي.

تر هغې چې دواړه لوري د خبرو - اترو له لارې د باور فضا رامنځته نه کړي، دا شخړه به په مختلفو بڼو همداسې دوام کوي او دواړه لوري به له دوامدارې بې‌ ثباتۍ سره مخ وي.
د جنوبي آسیا لپاره یوازینۍ دایمي حل لاره دا ده، چې هند او پاکستان د تقابل پر ځای د تفاهم لاره غوره کړي، کنه دا شخړه به د پټو جګړو په بڼه د اټومي فاجعې تر پولې ورسیږي.