د امریکا ټاکنې او د منځني ختیځ پر وضعیت یې اغېز
پۀ هره څلور کلنه دوره کې د امریکا ولسمشریزې ټاکنې نړۍ ته د نویو سیاسي لارو پیغام ورکوي. اوس وخت کې د منځني ختیځ پر روان کړکېچ د دغو ټاکنو پایلې بې اغېزې نشي پاتې کېدای.
پۀ داسې حال کې چې د منځني ختیځ هېوادونه د څو لسیزو جګړو او ګډوډیو لۀ لاسه کړاو سره مخ دي، د امریکا دغو ټاکنو او راتلونکي ولسمشر یې لۀ څو اړخونو تحلیل کېدای شي.
که ټرمپ واک ته ورسیږي، ممکن د خپل جنګي سیاست پۀ وجه امریکا پۀ نویو ناورینونو کې ښکېل کړي.
ډونالډ ټرمپ پۀ تېره دوره کې لۀ اسراییلو سره داسې تړونونه وکړل، چې د فلسطین مظلوم ولس ترڅنګ یې د ټول منځني ختیځ پر امنیت لوی سیوری وغوړوو. که ټرمپ بیا واک ته رسیږي، نو احتمال لري چې د جګړې او کړکېچ د لا ډېرښت لامل شي؛ ځکه د ده تېره تګلاره تل د جنګ او توند دریځ پر بنسټ ولاړه وه، چې پایله یې پۀ یمن، سوریه او عراق کې د ولسونو د وینو تویېدو او د بې ګناه خلکو ژوند لۀ کړاوونو ډک کړ. که ټرمپ بیا واک ته رسیږي، د منځني ختیځ پر وړاندې به یو ځل بیا د فشارونو او جګړو نوې څپه پیل کړي.
ټرمپ د خپلې توندې ژبې او د ناړامه دریځ پرمټ هڅه کړې، چې لۀ جګړې څخه د خپلو سیاستونو د ثابتولو وسیله جوړه کړي، خو دا وسیله د سیمې لپاره د ثبات پر ځای د وېش او کړکېچ سبب شوې.
که چېرته ټرمپ بیا ولسمشر شي، نو سیمه کې به یو ځل بیا د یو بل ناڅرګند او نۀ ختمېدونکي وضعیت پر لور خوځښت پیل شي.
د ټرمپ توند سیاست به سیمه لۀ نویو ننګونو سره مخ کړي. که پۀ منځني ختیځ کې شخړې او کړکېچونه دوام پیدا کړي، نو د سیمې هېوادونه به مجبور شي، چې د امریکا پر وړاندې خپل غبرګون ته نور هم شدت ورکړي، چې دا حالت به پۀ پای کې خپله د امریکا پر نړیوال حېثیت ژوره اغېزه وکړي.
بل لور بیا کاملا هاریس د بهرني سیاست پۀ برخه کې د نرمښت او ډیپلوماسۍ پلوۍ ده. که چېرې هاریس د امریکا واک ترلاسه کړي، نو دا به د منځني ختیځ د ارامۍ لپاره یوه هیله ورکړي؛ ځکه د دې سیاستونه ممکن د جګړو پر ځای د ډیپلوماټیکو لارو چارو لۀ لارې د ستونزو پر حل کار وکړي.
پۀ هر حال د امریکا پۀ ټاکنو کې که هر شخص واک ته رسیږي، باید لۀ اسراییلو سره د ملاتړ تګلاره لۀ سره وارزوي. دا به د منځني ختیځ لپاره یو مثبت بدلون وي.
دا ټاکنې د امریکا لپاره یو بل فرصت چې د خپل روان ناسم دریځ پۀ بدلولو خپل تر سوال لاندې راوستی حېثیت وساتي.
امریکا باید نور پوهـ شي چې د نړۍ ولسونه؛ پۀ ځانګړي ډول د منځني ختیځ خلک د روانې جګړې لۀ امله تر پوزې راغلي. دوی نور د یو داسې راتلونکي هیله لري چې پۀ کې د خپلواکۍ، پرمختګ او ارامۍ ارزښتونه خوندي وي.
د امریکا لپاره دا یو ازمېښت دی، چې د جګړې سیاستونه پرېږدي او د هغو ملتونو سره د همکارۍ اړیکې پیاوړې کړي، چې غواړي پۀ خپلواکه توګه ژوند وکړي او پۀ امن کې خپل راتلونکی جوړ کړي.
که نظر وکړو، افغانستان د امریکا لپاره د تلپاتې عبرت ځای دی؛ ځکه امریکا پۀ افغانستان کې پۀ خورا شرموونکې بڼه ناکامه شوه او لۀ کلونو جګړو وروسته یې هېڅ ډول لاسته راوړنه ونۀ لیده.
امریکا کې که هر څوک ولسمشر کیږي، دا تجربه ورته یو واضح پیغام دی، چې زور، جنګ او اشغال هېڅکله حل لاره نۀ ده.
امریکا پۀ افغانستان کې لۀ اوږدې جګړې وروسته داسې ناکامي تجربه کړه، چې د نړۍ لپاره د عبرت لویه بېلګه وګرځېده.
اسلامي امارت چې د خپلې مبارزې او عزم لۀ لارې د اشغال پر وړاندې ودرېد او پۀ خپل هېواد کې یې خپلواکي تامین کړه، امریکا ته یې څرګنده کړه چې د پردیو ځواکونو شتون هېڅکله د سولې او پرمختګ لامل نۀ شي کېدای.
که هر څوک د امریکا ولسمشري ګټي، باید لۀ دغه ډول تېروتنو زده کړه وکړي او هڅه وکړي، چې د افغانستان پۀ څېر نورو هېوادونو سره د ډیپلوماسۍ او همکارۍ لۀ لارې تعامل وکړي.
د نړۍ مسلمان ملتونه پۀ خپلو وسایلو او خپلواکې ارادې سره غواړي، چې خپل هېوادونه لۀ اشغالګرانه مداخلاتو آزاد او د پرمختګ پر لور خپلې هڅې پیاوړې کړي.
امریکا که غواړي چې د اشغالګرانه تفکراتو پۀ تړاو خپلې تېروتنې تکرار نۀ کړي، نو باید د نړۍ هر ګوټ کې د مسلمان ملت خپلواکۍ او خپل اختیار ته درناوی وکړي.
د امریکا راتلونکی ولسمشر باید دا ومني، چې د نړۍ مسلمان ولسونه نور پر خپله خاوره خپلواک ژوند غواړي. د امریکا لۀ لورې د جګړې اور ته پوکی ورکول یوازې د جنګ اور تازه کول او پای کې د همدې امریکا د ذلالت سبب کیږي.
لۀ همدې امله د نړۍ مسلمان ملتونه تمه لري چې د امریکا راتلونکی ولسمشر پۀ دې حساسو شېبو کې د مسلمانو هېوادونو پر ضد روان سیاست ته بدلون ورکړي او د ډیپلوماسۍ لاره غوره کړي.
نوې واکمني یې باید د مسلمانانو د ځورولو لپاره د نورو کفري ملکونو لۀ ملاتړ، مرستې او همکارۍ لاس واخلي، کنه د دې اور خوراک به حتما یو ورځ خپله امریکا ګرځي، چې دا د شک پر ځای د یقین تر بریده اټکل کېدای شي.