نوې سوداګریزې تګلارې د اقتصادي ځان بسیاینې پر لور

نوې سوداګریزې تګلارې د اقتصادي ځان بسیاینې پر لور

د اسلامي امارت د واکمنۍ له بیا ټینګښت سره افغانستان د اقتصادي ودې او سوداګریز پرمختګ لپاره نوي ګامونه واخیستل.
دې ګامونو سوداګریز پرمختګ ته لار خلاصه کړه او د ټول ملت اقتصادي ودې لپاره یې نوی ژوند ورکړ.
په همدې لړ کې تازه عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د سوداګرۍ د پراختیا او د خصوصي سکتور د ودې په موخه دوه ماده‌ ییز فرمان صادر کړ، چې د اقتصادي پرمختګ بنسټیز اصول په خورا ژوره بڼه په کې روښانه شوي.

دغه فرمان د هېواد د جغرافیايي موقعیت، د سیمې او نړۍ له وروستیو سیاسي او اقتصادي حالاتو او د سوداګرۍ د معياري کولو په پرتله په پیاوړې ژمنتیا ټینګار کوي. 
دا فرمان د هغو عواملو پر بنسټ صادر شوی، چې افغانستان په خپل موقعیت او ظرفیت سره د سیمه‌ ییزو او نړیوالو اقتصادي شریکانو لپاره یو ستر پُل جوړ کړي. دغه راز اسانتیاوې ډېرې شي. کورني تولیدات ارزښتمند شي. صادرات وده وکړي او د سیمې له هېوادونو سره اوږدمهاله سوداګریزې اړیکې ورغیږي.

دغه فرمان د سوداګرۍ او اقتصادي پرمختګ لپاره د هېواد په لویو لارو، بندرونو او عبوري نقطو کې د اسانتیاوو برابرولو نوي باب ته لاره هواروي. 
 فرمان کې وزارتونه او اړوندې ادارې مکلفې شوې، چې د اقتصادي مصالحو په نظر کې نیولو سره د سوداګرو او سوداګریزو فعالیتونو لپاره مناسب او ډاډمن چاپېریال برابر کړي. 
د اسلامي امارت د زعیم دغه اقدام د سوداګرۍ په ډګر کې د شفافیت او پر وخت اجرااتو ژمنتیا وړاندې کوي، چې موخه یې د سوداګرو ستونزې حلول او سوداګرۍ ته نوې ساه ورکول دي. په دې توګه سوداګر کولی شي چې پرته له خنډ او ځنډه خپل سوداګریز فعالیتونه مخته یوسي، چې دا به د هېواد پر اقتصادي پرمختګ ستر اغېز ولري.

د دې فرمان په دوهمه برخه کې د اسلامي امارت چارواکي او دولتي ادارې مکلفې شوې، چې د هېواد د کورنیو تولیداتو او صنایعو د ودې او ځان بسیاینې په موخه له کورنیو تولیداتو څخه ګټه پورته کړي. 
دا ګام د افغان صنعت او صنایعو د ودې لپاره یو ستر فرصت دی، چې د هېواد تولیدي سکتور ته اوږدمهاله ملاتړ او ډاډ ورکوي. 
د دې پالیسۍ په تطبیق سره د کورنیو تولیداتو تقاضا زیاتیږي او د کورنيو سوداګرو ترڅنګ صنعتکاران هڅول کیږي، چې په ډاډمنه توګه خپل تولیدات پراخ کړي.
د دې فرمان له مخې به د دولتي ادارات د اړتیا وړ توکي له بهر څخه د وارداتو پرځای په کور دننه ترلاسه کوي، چې دا به د افغانانو د اقتصادي خپلواکۍ لپاره یو مثبت بدلون رامنځته کړي.

بل لور به په کور دننه پانګونې ته لېوالتیا نوره هم زیاته کړي.
یو لور د پراخ امنیت ټینګښت او له بل لوري کورني تولید ته دومره ارزښت ورکول کولی شي، د کورنیو پانګوالو ترڅنګ نړیوال پانکوال هم دې ته وهڅوي، چې افغانستان کې خپلې پانګې په کار واچوي.
د پانګونې لپاره اساسي عنصر همدا وي، چې امنیت تامین وي او خپلو تولیداتو ته لومړیتوب ورکړل شي 
 دغه فرمان د سوداګریزو چارو تنظیم او د خصوصي سکتور د ملاتړ لپاره اسانتیاوې رامنځته کوي، چې کورني او بهرني پانګوال وکولای شي، په ډاډمنه توګه پانګونه وکړي او خپلې ګټې په افغانستان کې دننه د پانګې په کارولو سره تضمین کړي.
د اسلامي امارت دا نوې لارښوونې او د اقتصادي ودې لپاره ګامونه څرګندوي، چې افغانستان به د اوږد مهال لپاره د ځان بسیاینې پر لور مخته ځي.
د سوداګرۍ د معياري کولو او د صادراتو د ډېرښت په برخه کې ځانګړې پاملرنه به افغانستان له اقتصادي ستونزو څخه راوباسي او د سیمه ییزو او نړیوالو بازارونو سره به یې ونښلوي. 

د اسلامي امارت د زعیم دغه فرمان افغانستان لپاره د یوې جامع اقتصادي پالیسۍ د پیلامې په توګه د ارزښت وړ دی، چې د هېواد اقتصادي فرصتونه او ملي تولیدات په یو منظم چوکاټ کې تنظیم کړي او د سوداګرۍ د پرمختګ لپاره به نوې لارې پرانیزي. 

د دغې فرمان پرمټ افغانستان کولای شي چې له نړیوالو سره خپلې سوداګریزې اړیکې پراخه کړي او د اقتصادي خپلواکۍ پر لور د پرمختګ دغه سفر ته په لا بریالیتوب او ښه والي سره دوام ورکړي.