د کندهار يوه فرهنګي په خپل شخصي لګښت د نورو ليکوالانو ۳۰ جلده کتابونه چاپ کړي
<
د حاجي ظاهر جان څرک په نوم يو فرهنګي فعال چې خپله د څلورو کتابونو ليکوال هم دی په خپل شخصي لګښت يې د ځېنو ليکوالانو بېلابېل کتابونه چاپ کړي دي.
نوموړی په خپل کور کې د ۳ زره ټوکه درلودنکی کتابتون او يو د پخوانيو اثارو موزیم هم لري، چې د لس کلونو په موده کې یې برابر کړی دی.