خوست کې د حکومت او قومونو ترمنځ د همغږي په موخه غونډه ترسره شوه
<
خوست کې د سرحدونو، قومو او قبايلو چارو رياست له لوري د ياد ولايت د بيلابيلو قومونو او اسلامي امارت ترمنځ د همغږي په موخه د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د راغلې پلاوي په شتون کې غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت پلاوي ویلي، چې له قومونو سره يي همغږي لومړيتوب دی.