د صنعت او سوداګرۍ وزیر ازبکستان ته لاړ
<
د اسلامي امارت صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ افغان پلاوی د خصوصي سکټور له یو شمېر استازو سره نن سهار ازبکستان ته روان شو.
دغه پلاوی به د سوداګریز تواصل کنفرانس او د افغانستان تولیداتو نندارتون کې چې ټاکل شوې تاشکند ښار کې به جوړ شي د پرانېستې مراسمو کې ګډون وکړي.