د شهید الیاس مومند نومي ماشوم قاتل د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی

< ویډيويي راپورونه

د ننګرهار ولایت د امنیه قوماندانۍ مسؤولینو حریت راډیو ته ویلي، چې د امنیتي ځواکونو له لوري د الیاس مومند په نوم شهید شوي ماشوم قاتل تېره شپه د آمنیتي ځواکونو په یو لړ ځانګړو عملیاتو کې وژل شوی دی.

امنیتي منسوبینو دغه راز زیاته کړې، چې د شهید الیاس د تښتونې له ورځې یې د نوموړي د ژغورنې هڅې پیل کړي؛ خو بده مرغه چې انسان تښتوونکو شهید الیاس ډیر ژر قتل کړی وو.

یوه اوونۍ وړاندې د ننګرهار ښار د څلورمې ناحیه په قصبې سیمه کې د الیاس مومند په نوم یو شپږ کلن ماشوم د اختطافګرو لخوا لومړی اختطاف او وروسته په بې رحمانه ډول شهید او د خپل کور مخې ته غورځولی وو.


تړلي موضوعات