د جدي شپږمه چې د افغانستان په تاریخ کې یوه توره ورځ بلل کېږي
<
روسي ځواکونو په څه باندې نهه کلن اشغال کې تر یو میلیون ډېر افغانان شهیدان، میلیونونه ژوبل او تر پینځه میلیونه ډېر نور یې د خپلو سېمو پرېښودو ته اړ کړل.
د سرو لښکرو لمړی کاروان چې د حیرتان بندر له لارې افغانستان ته ننوتل په لومړۍ ورځ یې په شمالي ولایتونو کې هوایي بمباري وکړه او پر بې ګناه وژنو سربېره یې لسګونه عامه تاسیسات ویجاړ کړه.