له لسیزو وروسته په اساسي ډول رغول شوی د سالنګ تونل
<
د سالنګ تونل، هغه چې پخوا به یې نوم اخیستو سره یو ویجاړ، کنډکپر او ساه تنګی اوږد تونل د سړي سترګو ته درېـده؛ خو اوس اسلامي امارت دا تونل اساسي او معیاري رغولی، په دې لار تلونکي مسافر د خوښۍ احساس کوي او دا د وطن د لا ابادۍ پیلامه ګڼي.
پر سالنګ تلوونکي مسافر حریت نیوز سره خبرو کې له اسلامي امارت څخه مننه کوي، چې د کلونو کلونو راهیسې ویجاړ سالنګ تونل یې رغولی. دوی زیاتوي، چې اوس پر دې مسیر سفر تر ډېره اسان شوی.