په کونړ کې د مناګي برېښنا بند د بیارغونې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې
<
د ګونړ ولایت د برېښنا رئیس شهاب الدین یاسر حریت نیوز ته ویلي، د دې بند د بیارغونې لپاره ۶.۳ میلیونه افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې، چې په بشپړېدو سره به یې د ۲.۱ میګاواټه برېښنا تولید ترڅنګ شاوخوا ۵ زره کورنیو ته برېښنا ورکړي.