د قوشتیپې کانال د دوهم فاز چارو په ترسراوي کې ۵۰۰ ماشینري کار کوي

< ویډيويي راپورونه

د هیواد په شمال بلخ ولایت کې د ملي پراختیا شرکت مسؤلینو حريت راډیو ته ویلي، له تېرې یوې اونۍ را پدېخوا یې د قوشتیپې کانال د دویم فاز د کیندلو چارې پیل کړي، چې دا مهال په چټکۍ سره دوام لري. دوی وایي، اوس مهال د یاد کانال د دویم فاز په چارو کې ۵۰۰ ماشینري کار کوي، چې هڅه کوي نور هم د ماشینري تعداد زیات کړي. مسؤولین ټینګار کوي، چې د لمړي فاز چارو په ډول هڅه کوي د دویم فاز چارې هم له ټاکلي نیټې وړاندې بشپړې او سرته ورسوي.


تړلي موضوعات