د کورنیو چارو وزیر وایي، اوسنۍ نظام مو په سوال نه بلکې په زیاتو قربانیو ګټلی دی
<
د کورنیو چارو وزارت وزیر خلیفه سراج الدین حقاني، چې نن یې د خوست ولایت له مرکزي دارالیتام څخه د قران کریم د حافظانو د فراغت په غونډه کې خبرې کولې ویلي، نړۍ که له اسلامي امارت سره تعامل غواړي، نو د اسلامي شریعت په چوکاټ کې به ور سره مخته لاړ شي. ښاغلي حقاني زیاته کړې، چې اوسنۍ نظام په سوال سره نه، بلکې په زیاتو قربانیو سره ګتل شوی دی.