ننګرهار پوهنتون کې د اقلیمي بدلون درې ورځینی نړیوال کنفرانس پای ته ورسېد

< ویډيويي راپورونه

د هېواد په ختیځ زون ننګرهار پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د اقلیمي بدلون درې ورځنی نړیوال کنفرانس چې د کورنیو استادانو په ګډون پکې ګڼ شمېر بهرنیو استادانو هم ګډون کړې وو په رسمي ډول پای ته رسیدلی.

 د لوړو زده کړو وزارت مسؤولینو ویلي، چې په دې کنفرانس کې د داخلي او خارجي متخصیصینو له لوري د اقلیمي بدلون د اغېزو او حل لارو په اړه ۱۴۰ مقالې ګډونوالو ته وړاندې شوي، تر څو په هېواد کې د اقلیمي بدلون د منفي اغېزو د مخنیوي په موخه ترې کال واخیستل شي.

 د یادونې وړ ده، چې یاد کنفرانس ته راغلو بهرنیو  استادانو او څېړونکو دغه کنفرانس بریالی بللی او له نړیوالو یې غوښتنه کړې، چې په دغه برخه کې افغانستان له پامه ونه غورځوي.


تړلي موضوعات