د زابل په مرکزي زندان کې ۷۵ تنو د لیک، لوست او اسلامي زده کړې تر لاسه کړي
<
د زابل ولایت د پوهنې ریاست او مرکزي زندان مسئولین وایي، د دې ولایت په مرکزي زندان کې ۷۵ تنو زندانیانو د ۹ میاشتو په موده کې د لیک، لوست او اسلامي زده کړې په برخه کې ډیر څه زده کړي دي. مسؤولینو دغه راز زیاته کړې، چې زندانیانو ته د زده کړو دا لړۍ به دوام پیدا کړي، چې زندانونه د زندانیانو لپاره په مدرسو او ښوونځیو بدلې شي.