اهل تشیع هېوادوالو هغه اوازې رد کړې، چې ګواکې د دوی مېرمنې حجاب نه مراعت له امله نیول شوې

< ویډيويي راپورونه

بلخ کې نن ګڼو اهل تشیع هېوادوالو د اسلامي امارت څخه کلک ملاتړ اعلان کړ او هغه اوازې او پروپاګند یې رد کړ، چې ګواکې د دوی مېرمنې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست محتسبینو له لوري نیول شوې وي.
دوی دا بې بنسټه اوازې خپرول د هېواد دښمنانو کار بللی او زیاته کړې یې ده، چې بهرني هېوادونو دې هڅه نه کوي چې یو ځل بیا د افغان قومونو تر منځ واټن راولي او دغه واټن افغانستان یو ځل بیا د یوې کورنۍ جګړې په ډګر بدل کړي.
یوټيوب لېنک: https://youtu.be/dRoMD-qg3Cw

تړلي موضوعات