بلخ ته په تېرو نهو میاشتو کې نږدې ۷۵۰ بهرني سیلانیان راغلي

< ویډيويي راپورونه

د بلخ ولایت د اطلاعاتو کلتور ریاست مسئولین وایي، چې د روان ۱۴۰۲ کال له پيله تر دې مهاله دې ولایت ته شاوخوا ۷۵۰ بهرنیو سیلانیانو سفر کړی دی. مسؤولین زیاتوي، چې یادو سیلانیانو د بلخ ولایت له بیلابیلو تاریخي سیمو څخه لیدنه کړې، چې ورسره د دولت بودیجې ته په میلیونونو افغانۍ عواید جمعه شوې دي. دغه راز د اطلاعات او کلتور ریاست مسؤولین څرګندوي، چې په مزار شریف ښار کې یې بهرنیو سیلانیانو ته د استوګنې لپاره ځانګړي هوټلونه ټاکلي، چې پکې بیلابیلې اسانتیاوې رامنځته شوي دي.


تړلي موضوعات