د زابل د کرومایټو له کانونو څخه په کلني ډول په زرګونو ټنه کرومایټ ډبرې استخراجیږي

< ویډيويي راپورونه

د زابل ولایت په شهر صفا ولسوالۍ کې د کدو په نوم غر چې د کرومایټو کانونه پکې شتون لري له تیر یوه کال راهیسې یې د درې  قراردادي شرکتونو له لوري د استخراج چارې دوام لري. د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان په دې تړاو ویلي، چې په دې کانونو کې په سلګونو کسانو ته کار زمینه برابره ده او په میلیونونو افغانۍ عواید ورڅخه دولتي بودیجې ته تحویلیږي. 

ښاغلي افغان زیاته کړې، چې د تیر یو کال په موده کې له دې کانونو څخه شاوخوا ۱۷ زره میټریک ټنه د کرومایټ ډبرې د پروسیس په موخه د قراردادي شرکتونو له لوري استخراج شوي دي.


تړلي موضوعات