سږ کال له بلخ څخه د نږدې ۹ میلیونه ډالرو په ارزښت وچه مېوه صادره شوې
<
د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسؤلین وايي، سږ کال د وچو مېوو صادراتو کې ۲۵ سلنه زیاتوالی راغلی، چې تېرو اوو میاشتو کې د څه کم ۹ ميليونه ډالرو په ارزښت ۳زره ۹۹۱ ټنه وچه مېوه د نړۍ نږدې لس هېوادونو ته صادره شوې ده.