د یووالي او ورورګلوۍ یوه په زړه پورې ننداره؛ دا ځل قومي مشران دایکنډي کې سره جرګه شول
<
د دایکنډي مرکز نیلي ښار کې د یووالي او ورورګلوۍ په موخه بېلابېلو قومونو ۲۰۰ مشران سره راټول شوي وو او خپل منځ کې یې د لا ښه یووالي رامنځته کېدو په موخه خبرې اترې کړې دي.
قومي مشران وایي، چاته اجازه نه ورکوي، چې د قومونو ترمنځ قومي، سمتي او ژبني اختلافونو ته لمن ووهي.