هرات کې یوه ځوان جیپ ته ورته موټر جوړ کړی؛ ساعت کې ۱۲۰ کیلومتره مزل کوي
<
هرات کې د انجنیري څانګې یوه زده کړیال د ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت جیپ ته ورته موټر جوړ کړی. د موټر جوړونکی ځوان وايي، چې دا موټر په ساعت کې ۱۲۰ کلیومتره په تېزوالي مزل کولی شي او پکې کارول شوي ټول وسایل یې هرات ښار کې پېرلي دي.