زابل کې د جهادي مدرسې لومړۍ دورې له بیلابیلو برخو څخه ۳۰۸ تنه فارغ شول
<
زابل کې د جهادي مدرسې لومړۍ دورې ۳۰۸ تنه فارغانو دارلافتاح، لويي دورې، وړې دورې، دارالایتام، قرات او حفظ برخو څخه نن د فراغت په ویاړ بګړۍ وتړلې، او ټولنې ته د خدمت کولو لپاره وړاندې شول. فارغینو ژمنه وکړه چې ترلاسه شوې پوهه به تر نورو رسوي او خپل ولس ته به خدمت کوي.