پکتیا ځاځي اریوب کې د یوه افغان سوداګر له لوري جوړ شوی معیاري روغتون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
<
دا روغتون د پکتیا ځاځي اریوب ولسوالۍ سورګل کلي کې په څلور جریبه ځمکه کې د شاوخوا یو میلیون ډالرو په ارزښت جوړ شوی، چې زېږنتون واټ، د ماشومانو څانګه، لابراتور، داخله څانګه، درملتون او ګڼې نورې اسانتیاوې په کې شتون لري.