تېر کال د شهیدانو او معلولینو کورنیو ته اوه میلیارده افغانۍ معاشونه ورکړل شوي
<
د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر بلخ کې ویلي، د تېرې ادارې معلولینو او د وژل شويو کورنيو ته له توپیر پرته معاشونه ورکوي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې روان کال یې نږدې د نیمايي شهیدانو کورنیو او معلولینو معاشونه ورکړي دي.