د غزني لرې پرتې ولسوالۍ اجرستان کې بې سرپنا ښوونځيو ته ودانۍ جوړېږي
<
د غزني اجرستان ولسوالۍ؛ هغه چې له ۱۳ ښوونځيو یې یو هم ودانۍ نه لري. د غزني پوهنې ریاست تازه هلته د درېیو ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړولو هڅې پیل کړې، چې د سیمې اوسېدونکو او زده کوونکو له لوري یې هرکلی شوی.