تېر یوه کال کې څه باندې ۳ میلیونه برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوې
<
احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، چې تېر یوه کال کې یې څه باندې درې میلیونه برېښنایي پېژندپاڼې وېشلې دي.
د دغې ادارې مشر ډاکټر فقیر محمد زیار وایي، برېښنایي پېژندپاڼو اخیستلو ته د خلکو لېوالتیا زیاته شوې، چې همدې ته په کتو یې خلکو ته ځینې اسانتیاوې هم برابرې کړې دي.