ننګرهار کې د ګرمۍ شدت سره همهاله په سیند کې د ډوبېدو پېښې هم زیاتې شوې
<
د ننګرهار سیندیزې حوزې مسؤلین وايي، سیند کې د لامبو د مخنیوي لپاره یې د جوماتونو له لارې کمپیاینونه پيل کړي او دا ستونزه یې ان له ولایت مقام سره هم شریکه کړې ده.
تېره میاشت شاوخوا ۱۵کسان د سیند په اوبو کې ډوب شوي، چې اوس یې چارواکي او عام خلک اندېښمن کړي دي.