راتلونکي کې متجاوز جهتونه باید عبرت واخلي او د افغانستان ازادۍ پر ضد بیا ګام پورته نه کړي

راتلونکي کې متجاوز جهتونه باید عبرت واخلي او د افغانستان ازادۍ پر ضد بیا ګام پورته نه کړي سیاست
د افغانستان اسلامي امارت ارګ

د افغانستان اسلامي امارت د سلواغې ۲۶مه له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو ماتې ورځ د افغانستان په تاریخ کې یوه له ویاړه ډکه ورځ بللې ده.

 اسلامي امارت په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې د افغانانو جهاد، مبارزه، قربانۍ، هجرتونه او تکلیفونه د دې لامل شول، چې د الله تعالی افغانانو ته دا ویاړ ور وبخښي او د وخت زبر ځواک مات له او خپلې خاورې ایستلو ته اړ باسي.

 اعلامیه کې راغلي، دا په تېره یوه پېړۍ کې درېیم ځل دی چې افغانستان نوی له اشغال څخه ازادیږي دا د دې څرګندونه کوي، چې افغانانو کې د خپلواکۍ غوښتنې حس لا هم پیاوړی او د خپل دین ساتنې لپاره کلک هوډ او ژمنتیا لري.

 اعلامیې زیاته کړې، د تېرې څه باندې یو پېړۍ یرغلونو او په مقابل کې یې د جهاد له کامیابۍ څخه باید په راتلونکي کې متجاوز جهتونه عبرت واخلي او د بیا ځلې لپاره د افغانستان د ازادۍ او حریت پر ضد ګام پورته نه کړي.

 اسلامي امارت په خپل ولس غږ کړی، چې باید د تېر په څېر راتلونکي کې هم د هر ډول دسیسو پر وړاندې بیدار و اوسي او د خپل کلک عزم او اسلامي وحدت په ساتلو سره د خپلو اسلافو لار تعقیب کړي او خپل دین عقیده او خپلواکي وساتي.

تړلي موضوعات