د قطر بهرنیو چارو وزیر ملا برادر اخوند سره کتلي
د قطر بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آل ثاني د افغانستان رئیس الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند سره دوحه کې کتلي دي.
د قطر بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان خلکو پر ستونزو او له هغوی د ملاتړ څرنګوالي په اړه خبرې او نظرونه تبادله کړي دي.
په ورته مهال شیخ محمد بن عبدالرحمن د افغانستان له خلکو د قطر دولت پرېکنده ملاتړ اعلان کړی او د افغانانو د امنیت، ثبات او ښېرازۍ لپاره یې د خپل هېواد پر دوامداره هڅو ټینګار کړی دی.