د ایران بهرنیو چارو وزیر د ا.ا.ا رئیس الوزراء سره کتلي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د اسلامي امارت رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخند سره کتلي دي.
د ایران تسنیم خبري اژانس ویلي، دواړو لوریو دې کتنه کې د کابل او تهران وروستیو دوه اړخیزو تحولاتو او ګډو نورو موضوعاتو خبرې کړې دي.
د ایران بهرنیو چارو وزیر نن یکشنبه د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر وکړ.
نوموړي د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره کتنه کې په دوه اړخیزو مسایلو او د اړیکو پر پراختیا خبرې اترې کړې وې.