د افغانستان او ایران بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ دوه اړخیزه ناسته پیل شوه

د افغانستان او ایران بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ دوه اړخیزه ناسته پیل شوه سیاست
د افغانستان بهرنیو چارو وزیر له خپل ایراني سیال سره کتنه کې

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوی کابل ته له رسېدو سره سم د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي له تود هرکلي سره مخ شو.

 

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل په خپله اېکس پاڼه لیکلي، د دواړو لوریو ترمنځ دوه اړخیزه ناسته پیل شوه.

 

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي نن (یکشنبه) سهار د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغی.

 

تر دې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، چې ښاغلی عراقچي به د دې سفر په ترڅ کې له افغان چارواکو سره د دواړو هېوادونو ګټو، دوه اړخیز تعامل او ګډو اندېښنو باندې له افغان چارواکو سره خبرې اترې وکړي.

تړلي موضوعات