د ایران بهرنیو چارو وزیر به ډېر ژر کابل ته راشي

د ایران بهرنیو چارو وزیر به ډېر ژر کابل ته راشي سیاست
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رئیس ذاکر جلالي په خپله اېکس پاڼه لیکلي، د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړېکو نوی باب پرانیزي.

 

جلالي همداراز د ایران بهرنیو وزیر سفر په اړه لیکلي، د کابل او تهران ترمنځ سیاسي، اقتصادي او امنیتی برخو کې مشترکې ګټې د دوه اړخیزو همکاریو پياوړتیا لپاره موکه ده.

 

د سفر کره نېټه نه ده ښودل شوې خو ایران خبري اژانس تسنیم هم د سید عباس عراقچي د سفر خبر ورکړی دی.

 

سرچېنې د زیاتو جزیاتو ورکولو پرته دومره ویلي، کابل ته د عراقچي د سفر موخه د دواړو هېوادونو تر منځ د یو شمېر مهمو مسایلو او موضوعاتو په تړاو خبرې دي.

تړلي موضوعات