د کابل او تهران دوه اړخیزو اړیکو کې عملي پرمختګونو ته دې لار اواره شي

د کابل او تهران دوه اړخیزو اړیکو کې عملي پرمختګونو ته دې لار اواره شي سیاست
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي کابل کې د ایران سفیر سره

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي کابل کې د ایران سفیر علیرضا بېکدلي سره په دوو اړخیزو اړیکو، د لوړې کچې پلاوي تګ راتګ، اقتصادي همکاریو او سیمه ییزو مسایلو خبرې کړې.

 

بهرنیو چارو وزارت ویلي، امیرخان متقي دې کتنه کې د دواړو هېوادونو دوه اړخیزو اړیکو کې عملي پرمختګونو ته په د لارې اوارېدو ټینګار کړی دی.

 

ښاغلي متقي زیاته کړې د چابهار بندر فعالیت او د ظرفیت لوړول د کابل ـ تهران او ټولې سیمې هېوادونو لپاره د ګډو ګټو ښه بېلګه جوړولای شي.

 

ها خوا د ایران سفیر ښاغلي بېکدلي هم د داړو هېوادونو ترمنځ په اقتصادي برخه کې د شویو هوکړو په عملي کېدو ټینګار کړی.

 

نوموړي په ډاګه کړې چې هېواد یې افغانستان سره بېلابېلو برخو کې پرمختګ او عملي کار ته ژمنتیا لري.

تړلي موضوعات