د افغانستان بهرنۍ تګلاره کې یوازې ديني او ملي ګټې پالل کيږي

د افغانستان بهرنۍ تګلاره کې یوازې ديني او ملي ګټې پالل کيږي سیاست
د افغانستان بهرنۍ تګلاره کې یوازي ديني او ملي ګټې پالل کيږي

د بهرنیو چارو وزارت ویلي، مولوي امير خان متقي له ايراني لیکوالانو، د حکومتي او ازادو رسنیو مسؤلینو، څېړونکو، ژورنالیستانو او متخصصینو سره په کتنه کې په هر اړخيز وضعيت، راغلو پرمختګونو او بهرنۍ اقتصاد محورې خپلواکې پاليسۍ په اړه خبرو کې ويلي، اوس د افغانستان بهرنۍ تګلاره کې یوازې ديني او ملي ګټې پالل کيږي او ياده تګلاره د هيچا تر اغېز لاندې نه ده. 

 مولوي امير خان متقي زياته کړې، په افغانستان کې له  څلورو لسیزو ناخوالو وروسته رامنځته شوی مرکزي نظام، تامین شوی امنیت، د ملي یووالي ټینګښت، تعصباتو او مخدره موادو کښت او قاچاق له منځته وړل د اسلامي امارت له سترو لاسته راوړنو څخه دي. 

ښاغلي متقي ايران ښه ګاونډى بللى او دې هېواد ته یې خپل وروستي مثبت سفر ته په اشارې زياته کړې، چې د افغانستان او ایران دوه اړخیزې اړیکې د پياوړتيا او پراختیا خواته روانې دي او دا د دې ښکارونديي کوي چې د دواړو هېوادونو راتلونکی به روښانه وي. 

په دې ليدنه کې ايراني لوري افغانستان ته خپل راتګ مثبت ازولى په خبره يې، له فعلي وضعیت او راغلو پرمختګونو څخه يې مثبت انځور  او تأثرات  اخیستي، چي د خپلو قلمونو او رسنیزو ادرسونو له لارې به یې له  ایراني ولس او نړیوالو سره په بې پرې ډول شریک کړي.

تړلي موضوعات