له ایران سره به اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې شي

له ایران سره به اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې شي سیاست
له ایران سره به اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې شي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره چې تازه له ایران څخه هېواد ته راستون شوی په لیدنه کې ویلي، اسلامي امارت له ټولو هېوادونو په ځانګړي ډول ایران سره ښې اړیکي لري او غواړي په راتلونکي کې دا اړیکي نورې هم پراخې او پیاوړې کړي.

 په دې کتنه کې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ایران ته د خپل سفر په اړه معلومات ورکړل او دغه سفر یې له لاسته راوړنو ډک وباله.

متقي زیاته کړې، ایران ته د سفر په ترڅ کې یې د دې هېواد یو شمېر چارواکو، ایران کې افغان ډپیلوماټانو او مېشتو افغانانو سره لیدلي دي.

د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي څو ورځې وړاندې د ایران د بهرنیو وزارت په رسمي بلنه هلته د فلسطین قضیي په تړاو نړېوال کنفرانس کې د ګډون په موخه دې هېواد ته سفر کړی و.

تړلي موضوعات