مسکو فارمټ ناسته کې اسلامي امارت خپل هدف ترلاسه کړی

مسکو فارمټ ناسته کې اسلامي امارت خپل هدف ترلاسه کړی سیاست

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي تازه مرکه کې ویلي، چې د هرې ورځې په تېرېدو سره د سیمې هېوادونو سره په سیاسي، اقتصادي او نورو برخو کې د اسلامي امارت اړیکې غوړېږي.

مولوي امیرخان متقي بي بي سي سره مرکه کې ویلي، چې د مسکو فارمټ غونډه کې د تېر په پرتله دا ځل د ټولو ګډونوالو نظر مثبت وو او باثباته، ارام او پرمختللی افغانستان یې د ټولو په ګټه وباله.

ښاغلي وزیر زیاته کړې، چې اسلامي امارت مسکو فارمټ ناسته کې تر ډېره خپل هدف ترلاسه کړ.
د افغانستان بهرنیو چارو وزیر همداراز ویلي، چې د سیمې هېوادونه دې پایلې ته رسېدلې، چې افغانستان هیچاته خطر نه دی.

د یادونې وړ ده، چې دې ناسته د ممنوعه سازمانونو له نوملړ څخه د اسلامي امارت نوم ایستلو په اړه هم بحث شوی او افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي تازه ویلي، چې دا پرېکړه په لوړه کچه نېول شوې او ژر به له ممنوعه سازمانونو د اسلامي امارت نوم ووځي.

تړلي موضوعات