اسلامي امارت د ګاونډیانو په ګډون د سیمې او نړۍ ‏له هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي

اسلامي امارت د ګاونډیانو په ګډون د سیمې او نړۍ ‏له هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي سیاست
اسلامي امارت د ګاونډیانو په ګډون د سیمې او نړۍ ‏له هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي

د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شېرمحمدعباس ستانکزي د ايران د مطرحو رسنيو استازو، خبريالانو او د رسنيو له متخصصینو سره په ليدنه کې ويلي، د افغانستان اسلامي امارت د ګاونډيانو په ګډون د سيمي او نړۍ له هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او هیچاته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد وکاروي.

د بهرنيو چارو وزارت ويلي، په دې ليدنه کې عباس ستانکزي ويلي، اوس افغانستان د پیاوړي مرکزي حکومت په درلودلو سره بشپړ امن دی، فساد له منځه تللی، د کوکنارو کښت او قاچاق مخنیوی شوی او په نشه يي توکو روږدي کسان تداوي شوي او دا لړۍ لاهم روانه ده.

‏ښاغلي ستانکزي  د افغانستان او ایران اړیکې‏ د دین، فرهنګ، کلتور او عناناتو له کبله نه شلېدونکې او اړینې وبللې او زياته کړې يې ده، چې افغانستان او ایران دوه هغه هېوادونه دي، چې په نړېواله سطحه د بندېزونو سره مخ دي او نه شي کولی، چې د نړۍ له ټولو هېوادونو سره په ازادانه توګه تجارت وکړي، نو په همدې اساس دواړه هېوادونه کولی شي په خپل منځ کې تجارت او ټرانزیټ ته وده ورکړي.

تړلي موضوعات