د کابل او انقرې چارواکو د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي

د کابل او انقرې چارواکو د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي افغانستان
د کانونو وزیر کابل کې د ترکیې سفیر سره کتلي

کابل کې د ترکیې سفیر د کانونو او پټرولیم وزیر ملاهدایت الله بدري سره کتنه کې د کابل او انقرې ترمنځ د همکاریو پر پراختیا او پیاوړتیا خبرې کړې دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، دې کتنه کې کابل کې د ترکیې سفیر جنک اونال له افغانستان سره بېلابېلو برخو کې د همکاریو ډاډ ورکړی.

نوموړي ویلي، د ترکیې سوداګر د افغانستان کاني زېرمو کې د پانګونې غوښتونکي دي.

بلخوا د کانونو او پټرولیم وزیر د ترکیې له پانګونې ملاتړ کړی او دې برخه کې یې د اسانتیاوو د برابرو ډاډ ورکړی دی.

تړلي موضوعات